د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا سیف الله کې دوه نور لېوېزوال وژل شوي


لېویزوال محمد اکرم او منیر خان
لېویزوال محمد اکرم او منیر خان

د بلوچستان په کلا سیف الله کی ولسوالۍ کې بېګا شپه یوځل بیا د وسله والو په یوه برید کې دوه لېويزوال وژ ل شوي او یو ټپي شوی دی. د دغې پېښې پرضد په یاد ښارګوټي کې ولس ډېر سخت راپارېدلی او بېګا هم تر ناوخته پر احتجاج ول.

له کوټې شمال پلو ته نېږدې ۲۰۰ کلومیټره لیرې په کلا سیف الله ښارګوټي کې پر لېویز عسکرو هله برید وشو چې د سرکټ هاوس پر لویه دروازه یې امنیت نیولی وو. د ټکانو په نتیجه کې دوه لېویزوال محمد اکرم او محمد منیر وژل شوي دي او درېم سخت ټپي شوی دی.

تر دې وړاندې داتوار په ورځ هم کلا سیف الله کې په یوه وسله وال برید کې د لېویز رسالدار محمد افضل خان کاکړ ووژل شو.

محد افضل کاکړ
محد افضل کاکړ

د دغه هدفي وژنو پر ضد د سیمې ډیری ځوانان راوتلي او په احتجاج کې یې د کوټې کلا سیف الله سړک هم تړل وو او پر سړک یې ټایرونو ته اور اچولی وو. مظاهره چیانو د لېویز سرتېرو په وژنه د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله .

مشال راډيو د کلا سیف الله له ډپټي کمشنر ظفر علي سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو و نه وشوه.

د بلوچستان اعلي وزیر جام کمال پر دغه پېښو سخته خواشیني ښودلې او انتظامیې ته یې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی.

XS
SM
MD
LG