د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خلیلزاد د افغانستان چارو لپاره سلاکار ګومارلی


زلمی خلیل زاد
زلمی خلیل زاد

پراګ ـ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپټمبر پر ۴مه وویل، د کابل لپاره د واشنګټن پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد یې د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی سلاکار ګومارلی دی.

مایک پامپیو،د زلمي خلیلزاد د نوي مسوولیت د اعلان پر مهال وویل، نوموړی به د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې کار کوي او په افغانستان کې د سولې په بهیر کې به د دوی ملاتړ کوي.

پامپیو دا څرګندونې هغو خبریالانو ته وکړې چې له ده سره د هند او پاکستان په سفر کې مله دي. نوموړي زیاته کړه: خلیلزاد به د سولې په هڅو کې د بهرنیو چارو د وزارت مخکښ کس وي.

د خلیلزاد ګومارنه ښيي چې د ټرمپ اداره د افغان سولې بهیر ته خپله پاملرنه نوې کول غواړي.

مایک پامپیو زیاته کړه، اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال به، هغه په دې خبره زور راوړي چې، هیواد یې غواړي، پاکستان د افغانستان د اوولس کلنې جګړې په ختمولو کې، له دوی سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG