د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پاکستان ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مالي مرستې ودرولې


د امريکا د دفاع وزير جيم مېتس ويلي چې لوړپوړي چارواکي به ژر په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې خبرې وکړي
د امريکا د دفاع وزير جيم مېتس ويلي چې لوړپوړي چارواکي به ژر په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې خبرې وکړي

پراګ - د امريکا دفاع وزارت پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره ورکول کېدونکې ۳۰۰ ميليونه ډالر ودرولي دي. د دې پېسو ورکړه تر دې لا مخکې ځنډول شوې وه خو اوس د رويټرز خبري اژانس په وېنا، امريکايي چارواکو د اخري پرېکړې په کولو سره دې کال لپاره دا مرسته نه کوي.

د يادونې ده چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو ورځو کې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ترهګرۍ پر ضد د جنوبي ايشيا لپاره سټريټيجي اعلان کړه او له پاکستانه يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند ليفټيننټ کرنل کون فالکنر رويټرز ته ويلي چې پاکستان د دې سټريټيجۍ په ملاتړ کې پرېکنده ګامونه نه دې اخيستي.

د نوموړي په خبره له همدې وجې کانګرس تر دې مخکې پرېکړه کړې وه چې د امريکا حکومت پاکستان ته کلنۍ ۵۰۰ ميليونه ډالر ورنه کړي او د درې سوو ميليونو نور نه ورکول په دې مانا دي چې ايسارې کړل شوې پېسې اته سوه ميليونه شوې.

د امريکايي مرستو د ودرولو اعلان په داې مهال شوی چې تمه ده په نيزدو ورځو کې به لوړپوړي امريکايي چارواکي اسلام اباد ته سفر وکړي او د وزيراعظم عمران خان په شمول به پوځي افسرانو سره خبرې ولري

دا کلنۍ مالي مرسته په داسې مهال ځنډېږي چې د پاکستان خزانې وزير اسد عمر تېره ورځ سېنټ ته وويل چې د اقتصاد سم ساتلو او بهرنيوو قرض د ورکړې لپاره نهه اربه ډالرو ته ضرورت لري او که پارليمان يې ومني، حکومت به يې د پېسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) دا پور وغواړي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره يې د زرګونو سرتېرو او عامو وګړو قرباني ورکړې ده او په خپله مبارزه کې صادقه دي. خو افغان او امريکايي چارواکي په اېبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د هستوګنې او وژنې او همداراز په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو تر څنګ ځېنې نور مثالونه راوړي او اسلام اباد په دوه مخې پاليسۍ تورنوي.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د امريکا له خوا د پېسو د نه ورکړې د دې نوي اعلان په اړه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې ذکر کړې چې دوی د امريکا لپاره نه بلکې خپل هېواد له ترهګرۍ ژغورلو لپاره جګړه کوي.

رويټرز خبري اژانس ويلي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې لپاره امريکا له ۲۰۰۲ کال راهيسې پاکستان ته د اتحادي هېوادونو سره د مرستې يا (Coalition Support Fund) په ترځ کې خوا او شا ۳۳ اربه ډالر ورکړې دي. د امريکا له خوا د ۳۰۰ ميليونو ډالرو مرستې ځنډول په داسې وخت کې راغلي چې تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له ځېنو پوځي افسرانو سره يو ځای د سېپټېمبر پر پینځمه اسلام اباد ته ورشي.

د امريکا د دفاع وزير جيم مېتس د اګست پر ۲۸مه خبريالانو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې به د عمران خان په مشرۍ پاکستان نوي حکومت او پوځ سره د امريکايي چارواکو د بحث د سر موضوع وي.

XS
SM
MD
LG