د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا په کارولينا کې توپان ٢٠ تنه وژلي


د امريکا په شمالي کارولينا او جنوبي کارولينا کې د فلورنس توپان په نتيجه کې د تلفاتو شمېر ٢٠ ته لوړ شوى دى.

په قربانيانو کې ٣ تنه ماشومان هم شامل دي.

يوازې په شمالي کارولينا کې ١٤ کسان مړه شوي دي.

په شمالي کارولينا او جنوبي کارولينا کې چارواکي وايي، د توپان د نورو څپو په اړه اندېښنه لري ځکه لا هم ورښتونه روان دي.

په راپورونو کې ويل شوي چې په دغو دوو ايالتونو کې نږدې يو میليون کسان له برښنا څخه بې‌برخې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG