امریکا له راتلونکې اوونۍ پر چینايي توکیو د ۲۰۰ بیلیونه ډالرو چونګۍ (محصول) لګوي.
د امریکا حکومت دا اعلان په دوشنبه وکړ چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادوالو هېوادونو ترمنځ یو نوی اقتصادي ټکر بلل کېږي.
نوې چونګۍ به پر لاسي بخڅیو، وریژو او رختونو په ګډون د چین پر نېږدې ۶ زره توکیو ولګېږي.
چین د سږني کال په ترڅ کې پر پیکینګ د ۵۰ بیلیونه ډالرو امریکايي چونګۍ په غبرګون کې د امریکا پر سویابینونو او نورو کرهنیزو توکیو خپله چونګۍ لوړه کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی دی که چین د دې ګام په غبرګون کې پر امریکايي توکیو چونګۍ ولګوي، نو پر چینايي توکیو به د چونګۍ لوړولو درېم پړاو پیل کړي.