په کابل ښار کې د داعش وسلهوالې ډلې ۲۶ غړي ونیول شول.
د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلهوال نن د سې شنبې په سهار د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ونیول شول.
دغې سرچینې وویل چې نیول شوي داعش وسلهوال د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ښار ته د محرم په مراسمو کې د چاودنو او ځانمرګیو حملو په موخه راوستل شوي ول.
سرچینه وايي چې دغه وسلهوال د عبدالله په نامه کس رهبري کول چې هغه هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د محرم د مراسمو پر مهال په کابل ښار او ولایتونو کې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو امر کړی دی.
د ولسمشر له دې امر سره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د امنیت ټینګولو لپاره ګڼ پولیس ګمارلي دي.
د دې تر څنګ د تکیهخانو د امنیت ټینګولو لپاره یوشمېر ولسي کسانو ته هم وسلې ورکول شوې دي.