د لاسرسي ځای

تازه خبر

'منظور پښتین او نور مشران دې ونیول شي'


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

د خیبر پښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو منظور پښتین او علي وزیر په ګډون د غورځنګ د یوشمېر غړیو نیولو احکامات خپاره کړي دي.

د صوابۍ پولیسو په یوه خپره شوې سرکاري اعلامیه کې راغلي چې منظور پښتین، علي وزیر، فضل شاه اېډوکېټ، خان زمان کاکړ، سیدعالم مسود، محسن داوړ، صمدخان او نورالاسلام له قانونه سرغړونه کړې ده.

د غورځنګ یو بله مشره ثنا اعجاز وايي چې پښتون تحفظ غورځنګ د عدم تشدد له لاری د خپلو جایزو او ایني حقونو لپاره مبارزه کوي.

د چارواکیو په وینا په دغه اړه يې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان انتظامیې ته ویلي چې دغه ذکر شوي کسان ونیسي او د دوی پرضد قانوني کاروايي وکړي.

د پښتون تحفظ غورځنګ ویاند فضل شاه ایډوکیټ نن (جمعه) مشال ریډیو ته وویل، نن يې د پېښور په یوه عدالت کې د وکیلانو یوې ډلې په وسیله تر ګرفتارۍ وړاندې د غورځنګ د غړیو د ضمانت لپاره خواست جمع کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د صوابۍ پولیس تاڼې مشر ایس ایچ او قمرزمان د دوی پرضد راپور لیکلی دی. په دې کې یې تور پوری کړی چې د غورځنګ مشرانو په دولسم اګست په صوابۍ کې د پوځ او عدلیې پرضد خبرې کړې دي او شعارونه يې ورکړي دي.

د غورځنګ یو بله مشره ثنا اعجاز وايي چې پښتون تحفظ غورځنګ د عدم تشدد له لاری د خپلو جایزو او ایني حقونو لپاره مبارزه کوي.

پښتین وايي، د پښتنو اییني او قانوني حق غوښتو ته دوام ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

ثنا د حکومت له خوا لګول شوي تورونه رد کړل او زیاته يې کړه که یوه قامي اداره خپله ذمه واري په سمه توګه نه پوره کوي نو پر هغې تنقید له قانونه سرغړونه نه ده بلکې د هېواد د اوسیدونکيو بنیادي او ایني حق دی.

هغې وویل ریاست په دې طریقو پښتون تحفظ غورځنګ له خپلو جایزو او قانوني غوښتنو نه شي پر شا کولی.

په دغه اړه مو په صوابۍ کې د پولیسو له مشر سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني پوځ د مشر په ګډون د هېواد حکومتي چارواکیو د غورځنګ غوښتنې سمې بللې دي خو وايي د غورځنګ غړي دې خپل طریقه کار ته بیا کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG