د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حيات پرېغال د ضمانت مقدمه بيا وځنډېده


حيات پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين سره
حيات پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين سره

اسلام اباد هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړي، حيات پرېغال په مقدمه کې له حکومته غوښتې چې د هغه سره نيول شوو شيانو فورينزيک ټيسټ نتيجې دې د ستمبر په لسمه عدالت ته وروړي. د ستمبر په درېيمه شوې پرېکړې تر مخه، به د نوموړي مقدمې بلې اورېدنه د راتلونکې ګل يا دوشنبې په ورځ کېږي.

په دغه ورځ په عدالت کې موجود د پارليمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، محسن داوړ مشال راډيو ته وويل چې پر پرېغال تور پورې شوی چې د پاکستاني پوځ بدنامولو کوښښ يې کړی نو ځکه د سايبر کرايم لا يت پر انټرنيټ د جرمونو د قانون له مخې نيول شوی دی. خو د داوړ په خبره په دې اړه حکومت هیڅ ثبوت وړاندې نه شو کړلی.

د حېات پرېغال مسله همداسې بې حله نه پرېږدو. محسن داوړ
د حېات پرېغال مسله همداسې بې حله نه پرېږدو. محسن داوړ

د ضمانت نه کېدل او پر ټولنيزو مطبوعاتو کمپاين

داوړ زياتوي غوښتل يې د پرېغال ضمانت وشي خو ونه شو: ((زموږ وکيل هم خپل دلايل وړاندې کړل او د پاکستان د څيړنو وفاقي ادراې يا ايف، آی، ای هم. هغوی دريځ لاره چې تر اوسه پورې د حيات پرېغال د لېپ ټاپ او موبايل فون فورينزيک ټيسټونو نتيجې نه دې راغلي نو ځکه دې ورته وخت ورکړل شي. جج له هغوی وغوښتل چې ژر دې دا نتيجې راوړي او خپل شواهد دې وړاندې کړي.))

حيات پرېغال پر ټولنيزو مطبوعاتو د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کاوه او د پښتنو لپاره يې حقونه غوښتل.

پر حيات برېغال تور دی چې د پاکستاني امنيتي ځواکونو بدنامي يې کړې ده. دا کار د قانون له مخې جرم دی او که پر چا ثابت شي د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي قانون تر مخه ورته سزا ورکول کېږي

امنيتي ځواکونو حېات پرېغال د جولای په پنځمه په ډېره اسماعيل خان کې د شپې ناوخته له خپل کوره ونيوه. لومړی د هغه په اړه څه معلومات نه وو او ملګرو يې هغه په زور غېب کړل شوو کسانو کې ګاڼه خو وروسته معلومه شوه چې هغه په زندان کې دی. د پاکستان وفاقي څيړنو اداره يا (FIA) له هغه څخه په دې تړاو پوښتنې کوي.

د ستمبر په درېيمه محسن داوړ مشال راډيو ته وويل چې حيات پرېغال لکه د نورو پاکستانيانو د آيين په رڼا کې د بيان ازادي لري نو ځکه بايد زر تر زره خوشي شي. ((ما مخکې هم په پارليمان کې د ده په اړه خبرې کړې دي او بيا به يې هم کوم. ما او [د پارليمان غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر] علي وزير د وزيراعظم عمران خان مشير، بابر اعوان سره هم ملاقات کړی دی. اول خو به د راتلونکې ګل په ورځ د حيات پرېغال ضمانت وشي او که بيا هم دا په يوه او بله بهانه ځنډېږي نو زه به يې پارليمان کې را اوچتوم.))

د حېات پرېغال د خوشي کولو لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې هم کړې دي. پر حکومت د فشار زياتولو لپاره پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا هم کمپاين روان دی.

تر دې مخکې هم د پښتنو حقونو لپاره کار کوونکي پښتون ژغورنې غورځنګ په لسګونو غړي نيول شوي وو چې د دوی د پراخو مظاهرو وروسته راخوشي شول. دا غورځنګ د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د ماورای عدالت قتلونو مخنيوی او د غېب کړل شوو کسانو عدالت ته وړاندې کېدل غواړي.

د پاکستان د بشري حقونو وزيرې، شيرين مزاري تېره اونۍ سېنټ او وروسته د لادرکه کړل شوو کسانو کورنیوو يوې مظاهرې ګډونوالو ته وويل چې دوی به داسې يو قانون مخې ته راوړي چې ورسره به په زور د خلکو غېبول يو جنايي تېری وګڼل شي.

XS
SM
MD
LG