د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوی څارنوالی: د اداري فساد په تور لسګونو کسان نيول شوي


د افغانستان لویه څارنوالی لوګو.
د افغانستان لویه څارنوالی لوګو.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي.

د لوی څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، بېګا مشال راډيو ته وويل، د لوی څارنوالۍ د کارکوونکو په ګډون دغه کسان د يوه کال په جريان کې د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ د رياست له خوا نيول شوي دي.

د رسولي په خبره، ډېرې قضيې د رشوت اخيستنې وې.

د لوی څارنوالۍ وياند وايي، د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ رياست څو کاله مخکې د دې لپاره جوړ شوي و، چې په اداري فساد کې ښکېل دولتي کارکوونکي وپېژني او ويې نيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG