په شمالي وزيرستان کې د پنجشنبې په ورځ په يوه نښته کې درې پوځي سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) بېګا په يو بيان کې ويلي چې امنيتي ځواکونو د شورو پر ورځ په شمالي وزيرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغو وسله والو پرضد عمليات پیل کړي و چې په ۲۰۰۷ز کال کې يې پوځي قافله په نښه کړې وهچې پکې يو ليفټېنټ معيد وژل شوی وو.
په بيان کې ويل شوی پرون د عملياتو پر مهال په نښته کې څلور وسله وال او درې سرتېري هم وژل شوي دي.