د خېبر پښتونخوا په بر دیر کې د مشرانو د يوې جرګې تر فيصلې وروسته ځایي خلکو د بجلۍ تارونو ته د احتجاج په توګه زنځیرونه اچولي دي.
د چارشنبې په ورځ دیر او سوات سیمو کې د بجلۍ د غیر اعلانیه لوډشیډنګ پرضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.
د بر دیر په واړۍ سیمه کې د مشرانو یوې جرګې پرېکړه وکړه چې د بجلۍ هغه تارونو ته د احتجاج په توګه زنځیرونه اچوي چې په چترال کې د یوې نوې منصوبې لاندې د اضافي بجلۍ نېشنل ګریډ ته د اچولو لپاره غځول شوي دي.
په پاکستان کې د بجلۍ د بحران له کبله خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دي.
وزیراعظم عمران خان د بجلۍ د کمي پوره کولو لپاره د ډیمونو جوړولو ویلي او د دې لپاره يې له پاکستاني ولسه د وزیر اعظم په فنډ کې د چندې جمع کولو خواست کړی دی.