اروپايي پارلېمان د هنګري پرضد د انتظامي ګامونو پورته کولو په حق کې رایې ورکړې دي.
پر هنګري تور دی چې د اروپايي ټولنې جمهوري قدرونه او د قانون واکمني يې تر پښو لاندې کړې ده.
د چارشنبې په ورځ اروپايي پارلېمان د قانون د اوومې دفعې د لاندې د یو غړي هیواد پرضد په لومړی ځل د ګامونو پورته کولو په اړه رای ورکړه.
د دې پروسې په نتیجه کې یو اروپايي هېواد د ټولنې په کونسل کې د رای اچولو حق بایللې شي.
هنګري دا پریکړه غندلی او دا يې د هغه سیاستدانانو یو ناوړه انتقام بللې چې اروپا ته له نورو هیوادونو د کډوالو د راتګ یا د فساد پلویان دي.
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر ژیارتو ویلي، هیواد به يې د دغه پریکړې پرضد قانوني لارې ګوري.