د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب دې د خښتو بټۍ نه تړي بلوچستان بې روزګاره کوي'


د بلوچستان سکرو کانونو ټېکه دارانو د پنجاب حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په خپله صوبه کې یې تر درېوو میاشتو د خښتو بټیانې تړلې دي.

په کوټه کې یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې د دوی وینا وه چې له دې سره به په بلوچستان کې په زرګونه کورنۍ له بې روزګاري سره مخامخې شي.

د سکرو ترانسپورټ اتحادیې مرستیال مشر سید سرور اغا د خبري غونډې په څنګ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پنجاب حکومت دې ژر تر ژره خپله پرېکړه بیرته واخلي.

د نوموړي وینا وه: ''(د سکرو (کویلې) له کاروبار سره د کانکیندونکیو، د پټرول پمپونو او ټرانسپورټ والا ژوند تړلی دی. اوس چې د پنجاب حکومت ناڅاپه په خپله صوبه کې بټۍ وتړلې نو دلته تر ټولو غټ بحران دا پېښ شو چې د پټرول پمپونو والا پر ټرانسپورټ والو پیسې باندې دي، ټېکه داران د سکرو کانونو ټېکه دارانو پوروړي دي نو له دې سره خو به دلته د خلکو ژوند په ټپه ودري. موږ د پاکستان له وفاقي او د پنجاب له صوبايي حکومته غوښتنه کوو چې د بټیو تړلو پرېکړه دې بې له ځنډه واخلي.''

په کوټه کي د سوداګرو اتحادیې مرستیال مشر ایوب غلزي په وینا چې په بلوچستان کي د اوږدې وچکالۍ له امله زیاتره مالداري او کښت کروندې ختمې شوې دي. یوازې د کویلې کار پاته دی د هغه هم د بندولو هڅې روانې دي.

''موږ د بلوچستان له اعلا وزیره غوښتنه کوو چې د پنجاب او وفاق له حکومتونو سره دې رابطه وکړي چې د بټیو تړولو پرېکړه بیرته واخلي. پکار نه ده چې یو حکومت له خپلې مخې یوه پرېکړه وکړې، بلکې تر هرې فیصلې مخکې باید له سوداګرو، د سوداګرۍ خونې له استازیو سره سلا مشوره وشي. د پنجاب حکومت له پرېکړې به په بلوچستان کې نېږدې ۵۰ زره کسان بې روزګاره شي، اوس چې دغه خلک کار و نه لري نو هغوی اړ دي چې غلا ته لاس واچوي. او ناروا (غیر قانوني) کارونه به پیلوي.''

د یادولو ده چې په بلوچستان کې دا وخت له ۶۰ تر ۷۰ زرو کسانو روزګار د سکرو له کاروبار سره تړلی دی. د چارواکیو په وینا چي هرکال له ۱۸ څخه تر۲۰ لاکه ټنه سکاره د صوبې له بېلابېلو برخو را-اېستل کېږي چې لویه برخه یې د پنحاب د خښتو په بټیانو کې کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG