د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له بلوچستانه هره ورځ تر ۱۲ زره ټنه زیاته کویله پنجاب ته ځي"


کوټې ته نژدې د سکرو د کان یو عکس
کوټې ته نژدې د سکرو د کان یو عکس

په بلوچستان کې یو پلو د پاکستان د نورو صوبو په پرتله له کویلې د بجلي پیدا کولو پلانټونه د نه برابر دي او بل پلو ګروندګر وايي چې د صوبې د زراعت په تباهي کې د وچکالۍ تر څنګ د بجلۍ د کمي هم لوی لاس دی.


پراګ: د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د مې میاشتې پر دېرشمه نېټه د پنجاب صوبې په ساهیوال کې د یو داسې پروژې کار پرانستی چې له سر ته رسېدو وروسته به په سکرو – کوېله - بجلي پیدا کوي. په کویله د چلېدونکي دې فلانټ وړتیا دومره ده چې ۱۳۲۰ میګاواټه بجلي جوړه کړي.

د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو دواړو په سیمو کې د نورو قدرتي وسایلو تر څنګ د کویلې هم په پراخه کچه زېرمې موجودې دي.

د سورسیز واچ په نامه ویب پاڼې د مالوماتو له مخې په ټوله بلوچستان صوبه کې تر شپږ سوه میلیونه ټنه زیاته کویله ده.
له بلوچستان څخه هره ورځ له درې سوه تر پنځه سوه لارۍ شاوخوا دولس زره ټنه کویله پنجاب ته وړي

د کویلې را اېستلو له کاروبار سره تړلی مرزاخان خلجی وايي چې د کویلې دا زېرمې په دوکۍ ، هرنايي ، څماولنګ ، مارواړ او مچ کې موجودې دي.

مرزاخان خلجی وویل ً له بلوچستان څخه هره ورځ له درې سوه تر پنځه سوه لارۍ شاوخوا دولس زره ټنه کویله پنجاب ته وړيً.

نوموړي زیاته کړه چې په پنجاب کې له دې کویلې څخه د خښتو په بټیو ، د انرژۍ پیدا کولو او مختلفو کارخانو چلولو لپاره کار اخیستل کېږي.
مرزا خان خلجی
مرزا خان خلجی
​مرزاخان خلجي زیاته کړه چې د پنجاب حکومت اوس په ډېره پراخه کچه له کویلې څخه د بجلۍ جوړولو پر پروژو کار کوي.

په بلوچستان کې یو پلو د پاکستان د نورو صوبو په پرتله له کویلې د بجلي پیدا کولو پلانټونه د نه برابر دي او بل پلو ګروندګر وايي چې د صوبې د زراعت په تباهي کې د وچکالۍ تر څنګ د بجلۍ د کمي هم لوی لاس دی.

د بلوچستان د ګروندګرو د سازمان مشر عبدالرحمان بازي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی شپاړس سوه میګاواټه ته ضرورت لري او وفاق دوی ته یوازې پنځه سوه میګاواټه بجلي ورکوي.

عبدالرحمان بازي وویل ً زموږ کروندګر شاوخوا څلور ساعته بجلي لري او په یوازې څلور ساعته بجلي زراعت نه کېږيً.

عبدالرحمان بازي زیاته کړه چې په صوبه کې د اربونو روپیو باغونه وچ شو او کروندګر په بیخي بد حالت کې ژوند کوي.
د بلوچستان د کروندګرو جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازی
د بلوچستان د کروندګرو جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازی
​د ده په وینا ، د بلوچستان کویله دومره ده چې د صوبې د بجلۍ ضرورت په بېخي اسانه توګه پوره کړي.

هغه زیاته کړه ، ً زموږ په ډېرو سیمو کې د کویلې پراخې زېرمي دي او که چېري حکومت پر دې هره سیمه یوازې د دوه سوه میګاواټه بجلۍ پلانټونه ولګوي نو هم د ټولې صوبې اړتیا پوره کويً.



د بلوچستان د پلان جوړونې وزیر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ ډاکټر حامد خان اڅکزی هم دا مني چې په صوبه کې موجود کویله د صوبې د بلجۍ د ضرورت د پوره کولو لپاره کافي ده.

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت په صوبه کې له کویلې څخه د بجلي پیدا کولو لپاره څه پلان لري او که نه؟

د بلوچستان د پرمختګ او پلان جوړونې وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی
د بلوچستان د پرمختګ او پلان جوړونې وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزی
ډاکټر حامد خان اڅکزي د دې پوښتنې په ځواب کې مشال راډیو ته وویل ، ً موږ به دې ته په صوبايي بجټ کې هم ځای ورکووو او د پاکستان له وفاقي حکومت سره مو هم خبره کړېده چې په وفاقي بجټ کې هم زموږ د دې ضرورت پوره کولو ته پېسې بېلي کړيً.

د بلوچستان لوی شمېر کلیوالې سیمې داسې دي چې اوسېدونکي یې یا خو بجلي لري نه او که یې لري هم نو دومره وي چې د دوی په وینا ، د زراعت ضرورت نه پوره کوي.

د بلوچستان د کروندګرو سازمان د مالوماتو له مخې په صوبه کې وچکالې او د بجلۍ کمي په پښتنه سیمه کې زیارت، قلعه عبدالله، پښین، لورالايي، موساخېل، ږوب، کوټه او داسې نورې ټولې سیمې ډېرې ځپل شوې دي. په بلوڅ مېشتو سیمو کې قلات، مستونګ او خضدار هم ډېر متاثره شوي دي.

د دوی په وینا ، په صوبه کې تر اوسه پنځه څلوېښت لکه مېوه داره ونې وچې شوې دي چې له کبله یې کروندګرو ته تر دولس اربه روپیو زیات زیان رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG