د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېټس:د یوشمېر افغان پوځیانو په اړه پلټنې کوو


د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس:
د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس:

د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټس وايي، افغان پوځ د هغو ځايي عسکرو په اړه پلټنې زیاتې کړې دي کوم چې له امریکايي ځواکونو سره به کار کوي.

د جېمز مېټس په وینا، د دې ګام هدف دا دی چې د داخلي بریدونو کچه را-ټیټه کړل شي.

نوموړي د سېشنبې په ورځ په پینټاګون کې خبریالانو ته وویل چې دا خبره افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې اونۍ په لیدو کتو کې ورته کړې ده.

داخلي بریدونه هغه ځینې دي چې افغان عسکر یا د هغوی په جامه کې نور وسله واله پر اتحادي ځواکونو ډزې کوي.

دا بریدونه که څه هم په دې وروستیو کې کم شوي دي خو بیا هم یو دوامداره خطر ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG