د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د محرم د مراسمو لپاره د لومړۍ درجې امنیتي تدابیر نیولی شوي دي.
ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د اهل تشیع له عالمانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي، د دې ترڅنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، د ملي امنیت لومړیتوب هم ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت د افغان حکومت له لومړیتوبونو دی.
ټاکل شوې ده چې په کابل کې د سیپټمبر پر ۲۰مه نیټه د عاشورا مذهبي مراسم ترسره شي چې له وړاندې یې د امنیت په اړه اندېښنې موجودې دي.