د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ۲۰۱۱ ز کاله تر اوسه ۳۲ زره ماشومان د تشدد ښکار'


د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو د تحفظ کمیشن وایي کال ۲۰۱۱ نه تراوسه پورې د ماشومانو پرضد دوه دیرش زره د تشدد کېسونه رپورټ شوي دي.

د یاد کمیشن په وینا چې په مور او پلار کې د ماشومانو پرضد د تشدد په اړه اګاهي راغلې او وس دوي نه یواځې کمیشن بلکې مطبوعاتو پشمول نورو ادارو ته هم کېسونه رپورټ کوي.

د پېښور او د چارسدې د ماشومانو د حقونو د تحفظ د څانګې مشر وقار احمد مشال راډیو ته وویل په دې کېسونو کې د جنسي ځورونې، تښتولو، په سکولونو کې د وهلو او د کار په ځایې کې د وهلو دي.

''دا کېسونه زموږ په هېلپ لاین راځي، زموږ کارکونکي مختلفو علاقو ته ځي او هلته یې ګوري، دا شان د مطبوعاتو د لارې هم موږ کېسونه ګورو او د دې نه علاوه موږ سره مختلفې کار کونکې ادارې وي چې راته رپورټونه رالېږي.''

یاد کمیشن د خېبر پښتونخوا په دولسو ضلعو کې کار کوي.

د ماشومانو حقونو مبارزه کونکیو په وینا، په ټولنه کې دا مسله ځکه نه هواریږي چې هغه وخت مسله پورته کړل شي خو بیا څه وخت پس خاموشي شي.

د ماشومانو حقونو مبارز ارشد محمود وایي پر ماشومانو د تشدد مخنیوي لپاره به په لاندینۍ کچ کار کول وي.

''پکار ده چې پر ماشومانو د تشدد پرضد کار له صوبې او ضلعې څخه تر یونین کونسل او د محلې سطحې ته وغځېږي، په دغه کچ کمیټۍ جوړې شي او له ښځو سره د هغوی د بچو په تحفظ خبرې وشي، پلرونو سره هم د ماشومانو په اړه خبرې پکار دي او داسې د سکولونو په کچه له ماشومانو سره خبرې وشي چې ځان به څنګه ساتي.''

یو بل مبارز امتیاز احمد وایي په وړوکوالي کې تشدد د ماشومانو په ذهن کې پاتې شي کوم چې ټول عمر د هغوی له دماغه نه وځي.

د امتیاز احمد په وینا، په حکومتي کچه داسې ماشومانو ته نفسیاتي علاج ورکول پکار دی.

''د تشدد پس یونیم ماشوم د فشار ښکار شي، ویریږي او یو نیم ماشوم به داسي شي چې وایي به ماسره بد شوې دې نو زه به هم چانا بدل اخلم، د تشدد اثر په مختلفو رنګونو کې په ماشومانو راځي خو زیات منفي راځي.''

نفسیاتي علاج ورکولو په اړه د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو تحفظ وایي چې د دوي ډاکټر او نوره عمله یې د تشدد ښکار ماشومانو ته د ضلعو په کچ د علاج سهولت ورکوي.

XS
SM
MD
LG