د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ: د ماشومانو د تحفظ او د جرمونو مخنیوي بل منظور شو


د نهې پر ماښام قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمیټۍ د ماشومانو د تحفظ او د جرمونو مخنیوي د ۲۰۱۷م کال بل منظوره کړې ده.

دا دواړه بلونه به د قامي اسمبلۍ راروانې غونډې کې وړاندې کېږي.

د ماشومانو د تحفظ دغه بل به د اسلام اباد په سطح او د ماشومانو د جرمونو مخنیوي بل د ۲۰۱۷م کال د منظوریدو وروسته د ټول ملک په کچ نافذ کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د قایمه کمیټې غړي صاحبزاده محمد یعقوب وویل چې د ماشومانو د تحفظ بل به هغه ماشومانو ته تحفظ ورکوي چې له چا سره څه هر قسمه زیاتې، استحصال او یا ترې په زوره کار اخیستې کېږي.

صاحبزاده محمد یعقوب په وینا چې د ماشومانو د جرمونو مخنیوي د ۲۰۱۷م کال بل په اړه کمیټې یې د ماشومانو ښه روزنه لپاره د یو اکاډمۍ د جوړولو تجویز هم ورکړی دی.

،، موږ دا وویل چې د ۱۸ کالو کم عمره ماشومانو لپاره دې د روزنې یو اکاډمۍ جوړه کړل شي چې په هغې کې ماشومانو ته د ښه او بد په اړه تعلیم ورکړل شي او ورسره د نفسیاتو د ډاکټر انتظام هم وکړل شي چې د ماشومانو نفسیاتي علاج کوي،،

د اسلام اباد د ماشومانو تحفظ لپاره جوړ کړل شوی د بل ترمخه چې د ماشومانو تحفظ یو بورډ جوړلو سره سره د ماشومانو ادارو لپاره لایسنسې ورکولو او په ښار کې د ماشومانو د تحفظ افسران به هم لګول کېږي.

په دې اړه د پاکستان د بشري حقونو وزارت ډاریکټر جنرل حسن منګي وایي چې د اسلام اباد د ماشومانو تحفظ لپاره جوړ کړل شوی په دې بل کې یو مهمه خبره دا ده چې اوس به د ماشومانو د تحفظ اداره یو ماشوم خپل حفاظت کې اخیستې شي.

،، له مخکې یوه اداره شته خو هغې ته دا قانوني مرسته نه وه ترلاسه چې ماشومان خپل حفاظت کې واخلي. داسې به کېدل چې د پولیسو په مرسته به موږ کار کولو خو موږ ته پکې مشکل وو نو اوس به د ماشومانو د تحفظ افسران وي او هغوی به خیر ټولونکې او وچت کړل شوی ماشومان نیولې شي او په خپل حفاظت کې اخیستو نه وروسته به د هغوی په اصلاح کار کوي،،

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وايي چې له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو د تحفظ د دې بلونو انتظار وو خو دې وایي چې د ملک دې مستقبل ته به حکومت له سنجیدګې سره کار کول وي.

ده وویل:،، یوازې قانون سازي او پالیسي جوړول کافي نه دي، پکار ده چې دې ته عملي شکل هم ورکړل شي او دې لپاره ضروري خبره دا ده چې له انساني وسایلو سره د اخراجاتو اړخ ته هم توجو ورکړل شي نو له دې سره یو قانون یا پالیسي خپلې ښې نتیجې ښودلی شي،،

د ماشومانو د تحفظ قانون په اړه په حکومت د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو لخوا هغه وخت فشار رامخته شوې وو چې کله د اسلام اباد د یو جج په کور کې کارکونکې یوه ماشومه د تشدد ښکار شوې وه.

XS
SM
MD
LG