د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې بیا ټاکنې کېږي


د شانګلې سیمه
د شانګلې سیمه

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ۲۳ مې حلقي خالي څوکۍ لپاره نن په شانګله کې یو وارې بیا انتخابات کېږي.

د شانګلي په ۲۳ مه حلقه کې د جولايي پر ۲۵مه د ښځو تر لسو فيصدو څخه د کمو رایو اچولو له وجې انتخاباتي کمیشن د دې سیمې انتخابات ناقانونه ګرځولي ول.

د پاکستان انتخاباتي کمیشن نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په شانګله کې شاوخوا دوه لاکه پینځه سوه پینځه پنځوس ووټونه رجسټرډ شوې چې پکې شپږ اتیا زره اوو سوه او ۲۸ د ښځو ووټونه دي. په ۲۳مه حلقه کې د انتخاباتو لپاره د رایې اچونې ۱۳۵ مرکزونه جوړ شوي دي چې پکې د ښځو لپاره د ځانګړیو مرکزونو شمېره ۲۱ ده.

د جولايي پر ۲۵مه د پي کې۲۳مې دغه حلقه د تحریک انصاف ګوند شوکت یوسفزي ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG