د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي برید بیا یو ځوان وواژه

وزیرستان کې بیا بیا د هدفي بریدونو پروړاندې ځايي ولس پرلتونه کوي.
وزیرستان کې بیا بیا د هدفي بریدونو پروړاندې ځايي ولس پرلتونه کوي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې بېګا ماښام په یوه هدفي پيښه کې یو تن وژل شوی دی.

چارواکیو په دوشنبه مشال رېډیو ته وویل، ناڅرګندو وسله والو یوه ځوان کس عمران په ډزو وژلی دی او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د سیمي اوسېدنکي وايي، د یوې اندازې له مخې په شمالي وزیرستان کې د سږني کال له فېبرورۍ راهیسې په ۲۶ هدفي پېښو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي.

څو ورځو وړاندې په میرعلي کې ناڅرګندو وسله والو په کور دننه مور د هغې یو زوی او یو زوم په ډزو وژلي ول.

په دا ورستیو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژونو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ او د ځوانانو تنظیمونو غړیو احتجاجونه هم کړي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG