د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: د یوې مېرمنې په ګډون درې تنه د هدفي برید ښکار


وزیرستان کې بیا بیا ولس د هدفي بریدونو پرضد پرلتونه وهلي
وزیرستان کې بیا بیا ولس د هدفي بریدونو پرضد پرلتونه وهلي

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یوځل بیا په هدفي برید کې درې تنه وژل شوي دي چې پکې مور، د هغې یو زوی او یو زوم شامل دي. چارواکي وايي، دغه هدفي برید بېګا شپه ناوخته د مېرعلي په شېر اتله سیمه کې شوی دی.

دوی وايي چې یوه کور ته په وسلو سمبال کسان ورننوتي او تر د کورونۍ کسانو تر وژلو وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

ځايي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او دا یې یوه هدفي پېښه بللې ده. که څه هم په سیمه کې پاکستانیو امنیتي ځواکونو له ځايي ولسه وسلې ټولې کړې دي خو بیا هم د هدفي بریدونو لړۍ دوام لري او د سږني کال له فېبرورۍ راهیسې تراوسه نېږدې ۳۵ تنه په خپلو کورونو کې دننه یا بهر په نښه شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه هم په نښه شوه. چارواکي وايي، هڅه کوي چې په هدفي بریدونو کې ښکېل کسان ونیسي. د دغه پېښو پرضد ځايي ولس او خاصکار پښتون ژغورنې غورځنګ په ګڼې احتجاجي ناستې کړې دي.

سپینوام کې پرلت
سپینوام کې پرلت

همدا اوس له تېرې دوشنبې راهیسې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې د سیمې مشرانو او ځوانانو د پاکستانیو امنیتي ځواکونو د چلند پر ضد پرلت پیل کړی دی. دوی تور پورې کوي چې د سپین وام په ټیټۍ مداخېل کې تر یوې چاودنې پس پر عام ولس تشدد شوی دی او پرله پسې تر ګرځبندېز لاندې دی.

د دغه رویې او چلند پرضد د سیمې په سلګونه وګړي څه باندې لس کلومیټره له ټیټۍ تر سپینوامه په پښو ولاړل او هلته یې پرلت ووهلو. په پرلت کې د ګډون او پیوستون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له شاوخوا سیمو هم ورغلي دي.

'پرلتوال پرامنه ژوند او انساني حقوق غواړي'

د ټیټۍ مداخېل یوه ځايي کس له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې ''امنیتي ځواکونه خلک له کورونو راباسي، لاسونه ورتړي، وهي یې او ګنټو ګنټو یې بندیانوي. په کورونو کې یواځې تورسرې پاتې وي نور ټول نارینه له ځانه سره بیايي. ځکه خو مو دا پرلت وهلی دی.''

د ټیټۍ مداخېل یو بل اوسېدونکي ایاز وزیر مشال راډيو ته وویل چې ''دوې ورځې وړاندې یې په سیمه کې د شپې مهال یوه چاودنه شوې وه، نو په دا سبا یې په کلي کې [پاکستانیو ځواکونو] عملیات پیل کړل. بې له اجازې کورونو ته ننوتل، له هغه پس خلکو ته زیاته غوسه پر دې ورغلله چې واړه وړوکي یې د سهار له اوو بجو د مازیګر تر شپږو بجو یې سرې غرمې ته درولي ول. خلکو پر دې پېښه نور خپل زغم وبایللی او لس کلومیټره له ټیټۍ مداخېله تر سپینوامه پلي ولاړل. او اوس دلته پر پرلت دي.''

د پرلت ختمولو لپاره به د دوی روا او جایزې غوښتنې منل کېږي.
مرستیال کمیشنر قیصر خان

یوه بل تن حیات وزیر وویل چې ''په دې احتجاجي لریون او پرلت کې ورسره بوډاګان، واړه او ځونان مله دي. دی وايي د ژوند لپاره راوتلي دي، زوند غواړي. انساني حقوق غواړي. له کله چې ضرب عضب پیل شوی دی، دلته د انساني حقوق تر پښو لاندې شوي دي. زموږ تعلیم اغېزمن شوی دی. زموږ روغتون نه شته. زموږ لارې سړکونه نه شته.''

'روا غوښتنې یې منو'

د شمالي وزیرستان میرلي ډیویژن مرستیال کمېنشر قیصر خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په سپینوام کې ګڼو خلکو پرلت پیل کړی دی. دی وايي چې چارواکي سیمې ته رسېدلي دي او د پرلتوالو غوښتنې یې ځايي پاکستانیو امنیتي چارواکیو ته رسولې دي.

نوموړي وویل، د پرلت ختمولو لپاره به د دوی روا او جایزې غوښتنې منل کېږي.

په شمالي وزیرستان کې بیا بیا ولس د سرژغورنې، هدفي وژنو، ګرځبندېز، له ولسي وګړیو سره د مبینه ناسم چلند د مخنیوي لپاره پرلتونه کوي. تر دې وړاندې په رزمک، بویه او میرام شاه کې هم ولس د هدفي وژنو پرضد او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره راوتلی دی.

XS
SM
MD
LG