د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق د بصرې ښار پر هوايي ډګر د توغندیو بریدونه شوي


د عراق د بصرې ښار هوايي ډګر.
د عراق د بصرې ښار هوايي ډګر.

د عراق امنیتي چارواکیو په وینا په برید کې څه ډول ځاني او مالي تاوان نه دې اوښتی او پر هوايي ډګر د جهازونو الوت د معمول مطابق روان دی.

په بصره کې له تېرو څو ورځو راهیسې قهرجنې مظاهرې رواني دي.

د عراق د روغتیا د چارو وزارت ویلي چې تراوسه په مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او نور ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې کله په دغه ښار کې د خرابو شویو اوبو د څکلو په نتیجه کې ۳۰،۰۰۰ کسان ناروغه شول.

د جمعې په ورځ مظاهرچیانو په ښار کې د ایران کونسلګرۍ ته اور هم ورته کړ.

مظاهرچیان د عراق په چارو کې د ایران د مداخلت پرضد لارو کوڅو ته راوتي وو.

ایران پر خپلې کونسلګرۍ برید غندلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG