د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولې عوامي نېشنل پارټۍ د ترهګرۍ ښکارېږي؟


په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند انتجاباتي کمپاین.
په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند انتجاباتي کمپاین.

د پاکستان په سیاسي تاریخ کې د بیلا بیلو ملت پاله ، مترقي او جمهوري ګوندونو مشران یا خو د ریاستي ادارو او یا د غیرریاستي وسله والو او سختدریځو ډلو له خوا په نښه شوي دي.

په دوی کې یو عوامي نیشنل ګوند هم دی، د باچا خان مرکز د شمېرو تر مخه د کال دوه زره پنځم راهیسې تر اوسه د ګوند په سلګونه غړي چې پکې مشران او فعالان هم ول، په ترهه ګرو بریدونو کې وژل شوي دي.

خو ولې ترهه ګرې او سختدریځې ډلې ولې عوامي نېشنل ګوند په نښه کوي؟

د باچاخان پوهنتون استاد ډاکټر محب وزیر وايي، عوامي نیشنل ګوند د پښتني خاورې د ملکیت دعوا لري او پر خپله خاوره د خپل واک اواز اوچتوي خو شاید دغه اواز د هېواد د طاقت سرچینو ته منلو وړ نه دی نو له دې کبله يې د غدار په نامه یادوي او کله وسله والو ډلو له خوا د بریدونو ښکار کېږي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر سردار حسین بابک وايي، ریاستي او غیر ریاستي ادارې غواړي چې ګوند یې د دغه بریدونو په وسیله له انتخاباتي عمله بهر کړي.

د یادونې وړ ده چې د شورو په شپه د پېښور په یکه توت کې د عوامي نېشنل ګوند په یوه غونډه په ترهه ګر برید کې د ګوند د یو مشر هارون بلور په ګډون شل کسان ووژل شول او تر پنځوستو ډېر ټپیان شوي دي.

د برید ذمه واري د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني ومنله.

XS
SM
MD
LG