د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د مظاهرې پر مهال پینځه کسان وژل شوي


د عراق په بصره ښار کې مظاهره.
د عراق په بصره ښار کې مظاهره.

چارواکي وايي، د عراق په جنوبي ښار بصره کې، د مظاهرو په دوهمه ورځ له امنیتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال، لږ تر لږه پینځه مظاهره چیان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

صحي او امنیتي چارواکي وايي، مظاهره کوونکیو هم پر امنیتي ځواکونو د پټرول بمونو او ډېرو ګذارونه کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۴ امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

په بصره ولایت کې د بشري حقونو د حکومتي ادارې مشر مهدي التمیمي وايي امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکیو مخامخ ډزې وکړې.

تر دې وړاندې وزیراعظم حیدر العبادي ویلي وو، د سېپټمبر په ۳مه د یو مظاهره کوونکي د وژل کېدو د علت د معلومولو لپاره یې د پلټنو امر کړی دی.

ځايي خلک په دې خبره غوسه دي چې بصره ولایت د دې باوجود چې د عراق لپاره د تېلو موندلو له لارې د سرمایې زیاته برخه جوړوي، دوی له بې روزګارۍ سره مخامخ دي، د ژوند بنیادي سهولتونه نه لري او په دغه لایت کې اداري فساد زیات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG