د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ۱۶ کلن عبدالکلام یې د مور او خویندو ترمخ وواژه


د جنوبي وزیرستان یوه سیمه
د جنوبي وزیرستان یوه سیمه

د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې ورځې ګهیځ مهال شپږ بجې د سهېلي وزیرستان نرګوسه کلي ته په وسلو سمبال ځینې ناپېژندلي کسان ورغلل او د کلي د یوه هستوګن خاندان خان یو ۱۶ کلن زوی عبدالکلام یې چې د اتم ټولګي زده کوونکی وو په خپل کور کې دننه د خپلې کورنۍ د نورو کسانو ترمخ په ډزو وواژه.

د وژل شوي ځوان پلار خاندان خان د هغه د وژنې تور پر حکومت پلوو وسله والو چې پاکستاني پوځیان ورسره مله ول ولګاوه. دی وايي چې سلنډریان (ځايي وزیرستانی ولس حکومت پلوي وسله وال سلنډریان/سرنډر بولي.) او پوځیان مو کور ته راننوتل، زما دوه زامن او زه یې ور اېستلو. د ښځو او وړکیو په مخ کې یې زما زوی عبدالکلام وواژه. موږ به تر هغو په انتخاباتو کې برخه وا نه خلو چې انصاف نه وي راسره شوی.

د عبدالکلام یو نېږدې ګاونډی ملک ادم خان وايي، (له موږ سره یې دېوال په دېوال کور دی، ډېر ظلم وشو، بې ګناه یې وواژه. زموږ ټول شوبیخېل قام دا پرېکړه کړې چې موږ له انتخاباتو تر هغو بایکاټ کوو چې تر څو یې د عبدالکلام قاتلان د مکین دوه سړک ته نه وي راوستي. او دا انتقام مو نه وي ترې اخیستی، موږ چیرې هم ووټ نه کوو.)

د سیمې دوو نورو اوسېدونکیو مشال راډيو ته وویل، اته لس کاله یې له خپلو کلیو بهر تېر کړل، موږ په کېږدیو کې اوسېږو. دلته له خلکو سره نه ټوپک او نه چاړه شته او نه خلک د دغه [سلنډریانو] خلاف درېدو ته تیار دي. خو حکومت ورسره وي او دوی یې راولي.

د نرګوسې یو بل هستوګن مشال راډيو ته وویل، (له لټکې تر نرګوسې سلنډریان راغلل، پوځ ورسره وو، عدالکلام یې د میندو، د خویندو او خپل پلار په مخ کې وویشتلو او د هغه وطن کارډ ارمي والا له ځانه سره یووړ.)

مشال راډيو په دې اړه د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) له یوه ذمه وار چارواکي کرنل شفیق سره بیا بیا د رابطې کولو هڅه وکړه خو و نه شوه.

د دغه ډول پېښو پرضد مبارزه کوونکي پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ شاه فیصل غازي وویل: (په قبایلي علاقو کې نه عدالت شته نه انصاف شته، حکومت پالونکي خلک په وزیرستانونو کې خلک وژني. پښتون ژغورنه غورځنګ د عبدالکلام په وژنه سخت خپه دی او غندنه یې کوي. تر ټولټاکنو پس به په دې اړه لوی ګام اخلو.)

د یادولو ده چې شوبیخېلو د دوشنبې په ورځ په یوه جرګه کې پرېکړه کړې که د عبدالکلام قاتلان و نه نیول شول او دوی ته انصاف ور نه کړل شو نو دوی به په ۲۵م جولای په انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

یادګېرنه: سلنډر د انګرېزي سرنډر SURRENDER دی، مانا تسلیم شوی

نور ولولئ

د علي وزير کور 'محاصرې' پرضد د پي ټي اېم پرلت

‘د واڼه پېښې ولس راپارولی دی’

XS
SM
MD
LG