طالبانو د سېپټمبر پر ۴مه په یوه بیان کې منلې ده چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
طالبانو په ټویټر پیغام کې ویلي، د حقاني شبکې مشر له اوږدې مودې راهېسې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان وو. د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د افغانستان د طالبانو مرستیال مشر دی.
طالبانو په خپل بیان کې ویلي، جلال الدین حقاني د افغانستان د جهادي تاریخ یو له مهمو شخصیتونو څخه وو.
امریکا چې په ۱۹۸۰ کلونو کې یې د پخواني شوروي اتحاد پرضد د جګړې پر مهال حقاني ملګری وو، په ۲۰۱۲ م کال کې یې حقاني شبکه د ترهګرو ډلو په لیسټ کې شامله کړې وه.
ایسوسي ایټډ پریس راپور ورکوي چې جلال الدین حقاني له تېرو لسو کلونو راهېسې د معذورۍ ژوند تېرولو. دا چې په تېرو څو کلونو کې د نوموړي د فعالیتونو په اړه څه نه اورېدل کېدل نو په ۲۰۱۵ م کال کې هم په پراخه کچه د نوموړي د مړ کېدو اوازې خورې شوې وې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال حقاني د وزیر په توګه هم کار کړی وو. خو په ۲۰۰۱ کال کې د سېپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته په ۲۰۰۲ کې امریکايي ځواکونه افغانستان ته لاړل او د طالبانو حکومت نسکور شو.
جلال الدین حقاني افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له ورتګ وړاندې له سختدریځو عربانو سره راشه درشه درلوده چې پکې د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن هم شامل وو.
پر حقاني شبکې تورونه دي چې په دې وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د ګڼو بریدونو ترشا یې لاس درلودلو. پر دغې شبکې دا تور هم وو چې د ۲۰۱۷م کال په می میاشت کې یې د کابل ښار په زړه کې د بمي چاودنو تر شا لاس درلودلو چې پکې ۱۵۰ شاوخوا کسان وژل شوي وو.
پر یادې شبکې همدا ډول د ګڼو افغان چارواکو د وژلو او د تاوان لپاره د بهرنییانو د تښتولو تر شا لاس لري.