د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي منلې چې یمن کې پر ولسي کسانو حمله ناسمه وه


د سعودي بیرغ
د سعودي بیرغ

په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ کې ايتلاف منلې چې په تېر اګست کې یې په هوايي حمله کې په یوه بس کې د ۴۰ ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو وژنه غيرمنصفانه وه او ژمنه کوي چې د دې تېروتنې ذمه وارو ته به سزا ورکړي.

ايتلاف دا خبره د سېپټمبر په لومړۍ نیټه وروسته له هغې وکړه چې پر هغه هېواد نړیوال فشار نور هم زيات شو چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره دې نور اقدامات وکړي.

د امريکا پوځ د سعودي عرب د دې ګام هرکلی کړی او ويلي يې دي چې په راتلونکې کې دې له داسې پېښو ډډه وکړي.

په دې جګړه کې، چې درې نیم کاله پخوا پیل شوې، تراوسه پورې نږدې ۱۰ زره تنه وژل شوي چې اکثره یې ملکیان دي.

سعودي عرب او سُني متحدان یې په یمن کې د ایران ملاتړ حوثي یاغیانو سره جنګېږي.

د مرکز صنعا په ګډون د شمالي یمن زیاته برخه د حوثیانو په کنټرول کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG