د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې د امریکايي سېنېټر جان مکين اخري رسومات ادا کړی شول چې پکې پخوانيو ولسشمرانو، د کانګرس غړو او د هغه کورنۍ ګډون وکړو.
په مراسمو کې پخواني ولسمشر بارک اوباما هم وينا وکړه او جان مکين ته يې د عقيدت پيرونې وړاندې کړي. اوباما وويل:
((جان مکین پوه وو چې زموږ امنیت او اثر یواځې پوځي قوت له وجې نه وو بلکې زموږ د ارادې سره د نورو د منلو وړتیا، د قانون حاکميت او د نړيوالو اقدارو له کبله دی.))
جان مکين د اګست په ۲۵مه په يو اتيا کلنۍ کې د کينسر ناروغۍ له کبله مړ شو. نوموړی شپږ وارې له ايرېزونا رياست څخه سېنېټر منتخب شوی وو او د ولسمشرۍ انتخاباتو کې يې هم د امېدوار په توګه برخه اخستې وه.