ایران د رویټرز خبري اژانس هغه رپورټ رد کړی چې په عراق کې شیعه ملېشو اتحاد ته يې بېلېسټک توغندي ورکړي او هلته یې د میزايلو جوړولو صلاحيت برابر کړی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د سېپټمبر په لومړۍ نيټه IRNA خبري اژانس ته ويلي، د دا ډول ناسم خبرونو خپرولو مقصد، له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د اړیکو د خرابولو او د سیمې په هیوادونو کې د وېرې ترهي د خورولو په مانا دي.
رویټرز خبري اژانس د اګست په ۳۱مه د درو ایراني چاروکو، د دوو عراقي استخباراتي سرچینو او د لویدیځو استخباراتو سرچینو په حواله رپورټ خپور کړی وو چې ايران په تېرو څو مياشتو کې عراق کې خپلو اتحاديانو ته د لنډ واټن بېلېسټک توغندي لېږلي دي.
په رپورټ کې دا هم راغلي وو چې ډېری چارواکي وايي ایران په عراق کې د وسله والو ډلو سره مرسته کوي څو هغوی پخپله د توغندیو د جوړولو جوګه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د سېپټمبر په لومړۍ نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلې چې دا رپورټونه د دوی لپاره د اندېښنې وړ دي.