د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپیو:په ادلېپ کې عملیات بحران رامنځ ته کولای شي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو .
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو .

امریکايي چارواکو شام او روسیې ته خبردارې ورکړې چې واشنګټن د شام په ادلېب ولایت کې په راتلونکو ورځو کې هر قسمه پوځي کارروایي ته د هغه هېواد په اوو کلنه کورنۍ جګړه کې د نور بحران رامنځته کولو په سترګه ګوري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دا خبردارې په داسې وخت کې ورکړ چې د ادلېب ولایت یاغیان د شام حکومت عملیاتو لپاره پلونه ماتوي او خندقونه جوړوي.

د شام او روس چارواکو د دې عملیاتو ژمنه کړې ده چې پکې به د شام حکومت ته د روسیې لخوا فضايي ملاتړ ورکول کېږي.

مایک پامپیو ویلي، له شامه وړاندې هم درې میلیونه خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي او اوس به د ادلېب خلکو ته هم د دې حالاتو له وجې زیان ورسېږي چې ښه خبره نه ده او نړی دا ټول حالات ویني.

د روس بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د شام حکومت له ادلېب څخه د هغه یاغیانو لیرې کولو پوره حق لري چې پکې له القاعده وسله والې ډلې سره اړه لرونکې شاوخوا ۱۰ زره جنګیالي هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG