د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي وژنو کې دوه تنه وژل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه.
د شمالي وزیرستان نقشه.

په شمالي وزیرستان کې د سپتمبر په لومړی نېته او د اګست پر ۳۱مه دوه تنه په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

په سیمه کې استخباراتي چارواکو د شبنې په ورځ مشال راډيو ته وویل، بېګاه شپه د میرعلي تحصیل په موسکې کلي کې نامعالومه وسله والو عتیق الرحمان نومې تن په خپل کور کې په ډزو وژلی او په بله پېښه کې بیا په رزمک کې امین نومې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.

د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژونو پرضد احتجاجونه هم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG