د لاسرسي ځای

تازه خبر

مکرون: اروپايي هېوادونه دې پر امریکا تکیه کول پرېږدي


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون.

د فرانس ولسمشر له اروپايي ټولنې غوښتي چې خپله پوځي همکاري دې زیاته کړي، د دفاع لپاره دې پر امریکا تکیه کول پرېږدي او له روسیې سره دې سټراټیژیکي شراکتداري زیاته کړي.

ولسمشر ایمانویل مکرون د اګست پر ۲۷مه یو شمېر فرانسویو ډیپلوماټانو، چارواکو او د نړیوالو چارو پوهانو ته وویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به د دفاعي همکارۍ زیاتولو او له روس سره د امنیتي اړېکو په اړه نوي وړاندېزونه راوړي.

نوموړي زیاته کړه، اروپا د خپل امنیت لپاره نور پر امریکا تکیه نشې کولای او د اروپايي هېوادونو امنیت او خودمختاري یقیني کول د اروپايي هېوادونو خپله ذمه واري ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG