د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د برما د پوځ د شپږو مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا تر څارنې لاندې یوې حقیقت موندونکې ډلې د اګست پر ۲۷مه غوښتنه وکړه چې د برما د پوځ مشر او پینځه نور لوړپوړي پوځي قوماندانان دې د روهنجا او نورو اقلیتونو په وړاندې د ترسره کړو جنایاتو له کبله یوې نړیوالې محکمې ته راښکل شي.

د ملګرو ملتونو دې حقیقت موندونکې ډلې ویلي:

"له توپیر پرته وژنې، پر ښځو ډله‌ییز جنسي تېري، د ماشومانو وژل او د بشپړو کلیو سوځول هېڅکله د پوځي اړتیا په توګه نه‌شي توجیه کېدای، نو ځکه خو باید دا قضیه د جنایاتو نړیوالې محکمې ته راجع کړای شي."

د بشري حقونو ډلې وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګست په میاشت کې د برما د پوځ په لوېدیځ ایالت راخین کې پوځي عملیات وکړل چې له کبله‌یې لږ تر لږه ۷۰ زره روهنجا مسلمانان له برما وتښتېدل او په زرګونه نور ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG