د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ پر ۱۱ چوکیو بیا ټاکنې په اکتوبر کې کېږي


د پاکستان د انتخاباتو الیکشن کمېشن بورډ.
د پاکستان د انتخاباتو الیکشن کمېشن بورډ.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د قومي اسمبلۍ پر خالي شوو ۱۱ چوکیو به بیا ټاکنې په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

دا خبره د انتخاباتو کمېشن ویاند سهېل احمد د ګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، دا هغه چوکۍ دي چې تر یوه زیاتې چوکۍ ګټونکو سیاستوالو خالي کړې دي او یا پر دې چوکي ولاړ کسان د عدالت له خوا نا اهله ګرځول شوي دي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۵مه عام انتخابات ترسره شو چې تحریک انصاف پکې زیاتې سیټونه ترلاسه کړل.

د اپوزېشن ګوندونه وايي په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ وشوې خو د انتخاباتو کمېشن دا تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG