د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزیشن لوی اتحاد احتجاج روان دی، نتیجې به یې څه وي؟


د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشران د اګست پر اتمه په احتجاجي غونډه کې
د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشران د اګست پر اتمه په احتجاجي غونډه کې

پراګ - په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو لوی اتحاد د انتخاباتي نتیجو ضد د احتجاجونه لړۍ پیل کړې ده چې په ترځ کې یې د اګست پر نهمه د پاکستان د څلورو صوبو په مرکزونو او لویو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې د سیاسي مشرانو او د جولای ۲۵مې ټاکنو ته ولاړو لسګونه امېدوارانو د الېکشن کمېشن دفتر مخې ته نعرې ووهلې.

د اپوزیشن په لوی اتحاد کې شامل ګوندونو په ټاکنو کې د پاکستان تحریک انصاف په حق کې د ټګۍ له تورونو پورې کولو سره، د الېکشن کمېشن د لوړپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه کړې ده.

د انتخاباتي کمېشن مشر سردار رضا خان او نورو چارواکو یې په وار وار د ټګۍ تورونه رد کړي او وايي چې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخابات راڼه او منصفانه ول.

کمېشن دا هم ویلي دي چې مشر یې استعفا نه ورکوي.

د کمېشن له وروستیو نتیجو سره سم، پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ ۱۱۲ څوکۍ ګټلې دي.

اسلام اباد: په ټولټاکنو کې د مبینه ټګیو ضد لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د دې ګوند مشر عمران خان د جولای پر ۲۶مه په وینا کې ژمنه کړې وه چې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره له هر ګوند سره همکارۍ ته تیار دی.

پوښتنه دا ده چې احتجاجونه څه نتیجې او د پاکستان د سیاسي نظام پر راتلونکې څه اغېز لرلای شي؟

شنونکي وايي، د مخالفو ګوندونو لوی اتحاد د احتجاجونو له لارې بدلون نشي راوستای.

د کراچۍ پوهنتون د سیاسیاتو او نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانۍ استاده ډاکتره مهرالنسا علي وايي، د اپوزیشن ګوندونو اتحاد کمزوری او وېشلی دی.

د دې په اند، په دې اېتلاف کې بله ستونزه دا ده چې ټول ګوندونه یې د مختلفو نظریو دي نو ځکه یو او پیاوړی دریځ نشي لرلای.

ډاکتره مهرالنسا علي وايي، البته دا ده چې اپوزیشن به د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ راتلونکي اېتلافي حکومت ته په پارلېمان کې مشکلات پیدا کړي:

((ما ته نه ښکاري چې دا احتجاج به تر ډېره وخته روان وي. دا زیات پر راتلونکو حالاتو لکه د نوي حکومت جوړېدو او د عمران خان پر سوګند منحصره ده. خو زه ګڼم چې د [تحریک انصاف حکومت] به په پارلېمان کې له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ شي. اپوزیشن به ورته کار کول ډېر ګران کړي ځکه چې هر نوی قانون چې جوړېږي هغه که له قامي اسمبلۍ څخه منظور هم شي، په سېنېټ کې به یې منظوري ډېره ګرانه وي ځکه چې په سېنېټ کې خو د همدې اپوزیشن ګوندونو اکثریت دی.))

اړوند موضوعات:

سیاسي مشران: ټاکنو کې بدترینه درغلي شوې ده

د پوځ له کرداره بغېر دې بیا انتخابات وشي: اسفندیار

الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه ردوي

جعلي وزیر اعظم نه منو. مولانا فضل الرحمن

په پاکستان کې د سیاسي چارو بله شنونکې نسیم زهره له دې دریځ سره موافقه ده چې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد احتجاجونه ښايي لاسته راوړنې ونلري. خو نوموړې دا نه مني چې ګواکې اپوزیشن به په قامي اسمبلۍ یا په سېنېټ کې د راتلونکي حکومت قانون او پالیسي جوړونه ګرانه کړای شي.

اپوزیشن به د انتخاباتو په اړه غږېږي، زه باور لرم چې د انتخاباتي اصلاحاتو خبره به کوي او وخت په وخت به د حکومت مشروعیت یا قانونیت تر پوښتنې لاندې راولي.
نسیم زهره

د زهرې په خبره، د دې لامل دا دی چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند ښايي په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګډ مشر ټاکلو ته تیار نشي.

((زما په فکر پاکستان مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند به [په قامي اسمبلۍ کې] ګډ اپوزیشن مشر ونلري. لوی اپوزیشن ګوند مسلم لیګ دی نو دا به وینو چې له ځانه سره څومره نور ګوندونه یو ځای کوي. دا به هم معلومه شي چې متحده مجلس عمل به ورسره پاتې شي او که نه. خو زما په فکر ټول ګوندونه به پر مسلو او موضوعاتو یو دریځ ولري. دوی به د انتخاباتو په اړه غږېږي، زه باور لرم چې د انتخاباتي اصلاحاتو خبره به کوي او وخت په وخت به د حکومت مشروعیت یا قانونیت تر پوښتنې لاندې راولي. اپوزیشن به له دې زیات نور څه ونکړای شي.))

نسیم زهره زیاتوي چې پیپلز ګوند وار له مخه ویلي دي چې تحریک انصاف به په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې حکومت ته پرېږدي او تګلارې به یې څاري. دواړه شنونکي پر دې همنظره دي چې په انتخاباتي نتیجو کې د درغلۍ د تورونو پلټنې او په ټاکنیز نظام کې اصلاحات په کار دي ځکه چې که اپوزیشن د حکومت په پالیسیو کې مشکلات پیدا کړي نو مستقیم اغېز به یې پر ولس وي.

XS
SM
MD
LG