د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د پاکستان نوی وزير اعظم غوره کړل شو


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

نن د جمعې په ورځ د پاکستان نوې منتخیب شوې قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۶ رایو په خپلولو سره تحریک انصاف مشر عمران خان د هېواد نوی وزیر اعظم غوره کړل شوي، د هغه پروړاندې ولاړ د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف ۹۶ رایې یووړې او په انتخاباتو کې د مبینه ټګیو درګیو خلاف د هغوی اتحاد ګوند پیپلز پارټۍ په رایو کې برخه وانخیستله.

د قامي اسمبلۍ سېکرټرېټ ترمخه د وزيراعظم څوکۍ لپاره ورسره د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهبازشريف خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل او د کره کتنې ورستو د دواړو اميدوارانو کاغذونه ومنل شول.

د پاکستان پارلېمان دوه سوه ۲۷۲ استازي مستقلې او ۷۰ ځانګړې څوکۍ لري چې ورسره د پارليمان غړو شمېره ۳۴۲ ته رسېږي، د وفاقي حکومت جوړولو لپاره یوه ګوند ته ۱۷۲ څوکۍ پکار وي.

پاکستان مسلم ليګ ن چې په پارلمان کې دوه اتيا (۸۲) څوکۍ لري ورته د متحده مجلس عمل او عوامي نېشنل ګوند حمایت ترلاسه دی او پيپلز ګوند فیصله کړې چې شهبازشريف ته به ووټ نه ورکوي.

وړاندې د مسلم ليګ ن د خېبرپښتونخوا صدر امير مقام وايي ورته معلومه ده چې د ګوند مشر شهباز شریف يې د وزيراعظم انتخابات نه شي ګټلی خو د دې باوجود به په پارلېمان کې د تحريک انصاف مقابله کوي.

د یادونې ده چې د تېر شورو په ورځ د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکې اسد قیصر د قامي اسمبلۍ سپيکر او قاسم سسوری مرستيال سپيکر غوره شوي ول.

نور ولولئ

قامي اسمبلۍ ته د نویو څهرو ورتګ او د زړو مخه ښه

د تحریک انصاف مخالف ګوندونه ولې د ګټلو هڅې نه کوي؟

XS
SM
MD
LG