د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن ګوندونو “ په پاکستان کې د ازادو او رڼو ټاکنو لپاره اتحاد” جوړ کړ


د اپوزېشن مشران
د اپوزېشن مشران

متحده اپوزيشن ګوندونو د وزيراعظم، قومي اسمبلۍ سپيکر او ډپټۍ سپيکر لپاره پر نومونو سره سلا شوي دي.

د دې پرېکړې له مخې به مسلم ليګ نواز د وزیراعظم ، پپلز ګوند د قومي اسمبلۍ د سپیکر او متحده مجلس عمل به د مرستیال سپیکر د چوکۍ لپاره د خپل امېدوار نوم وړاندې کوي.

دا پرېکړه د اپوزيشن ګوندونو لخوا جوړې کړې ۱۶ کسیزې کاري کمېټۍ د اګست پر دریمه په اسلام اباد کې د مسلم لیګ نواز د مخکښ او د قومي اسمبلۍ د پخواني سپیکر ایاز صادق په کور کې د غونډې پر مهال کړې ده.

یادې کمېټۍ اعلان کړی دی چې د اګست پر اتمه به په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن مخې ته او د اګست پر نهمه به د یاد کمېشن د صوبايي دفترونو مخې ته احتجاج کوي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن تر غونډه وروسته مشال راډيو ته وويل چې کاري کمېټۍ به خپل مشاورت په راتلونکي کې هم جاري ساتي.

میا افتخار حسېن وویل چې مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند او متحده مجلس عمل به د خپلو اميدوارانو نومونه د مطبوعاتو پر وړاندې اعلانوي.

نوموړي وویل چې ټولو ګوندونو تر سلا مشوره وروسته په یوه خوله د دې نوي اتحاد نوم“ په پاکستان کې د ازادو او رڼو ټاکنو لپاره اتحاد“یا “پاکستان الاينس فار فري اېنډ فير الېکشن” کېښودو.

دا له هغه وروسته ده چې د اپوزېشن ګوندونو مشرانو د اګست پر دویمه په کړې غونډه کې اعلان کړی وو چې دوي به په مرکز کې د تحریک انصاف په وړاندې د وزیراعظم ، سپیکر او مرستیال سپیکر د چوکۍ لپاره خپل امېدواران دروي.

د اپوزېشن ګوندونو هوډ ښودلی دی چې د جولايي پر ۲۵مه په ترسره شوو عامو انتخاباتو کې به د مبینه درغلیو پرضد په پارلمان دننه او بهر کې احتجاج کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د اپوزيشن ګوندونو د را یو ځای کېدو مقصد په ټولټاکنو کې تر شوو درغلیو وروسته ولس خبرول دي او دا هڅه کول دي چې ټول ګوندونه په شریکه حکومت جوړ کړي.

په پارلمان کې تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټونکي ګوند تحريک انصاف ویلي دي چې د ځینو نورو ګوندونو په ملاتړ یې اوس د دوي په وینا غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دا تورونه ردوي چې په عامو انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي بلکې یاده اداره وايي چې دا انتخابات ډېر شفاف او منصفانه وو.

XS
SM
MD
LG