په خيبر پښتونخوا کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي چې د صوبایي کابينې لپاره يې د وزيرانو نومونه غوره کړې دي.
د اګست پر ۲۴مه د یاد ګوند يو مشر شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې په لومړي پړاو کې به ۱۰ وزيران او دوه سلاکار څوګند کوي.
د جولای ۲۵مې انتخاباتو وروسته تر دا مهال په خيبر پښتونخوا کې د حکومت جوړولو پوره لړۍ سر ته نه ده رسیدلې.
د صوبې اعلا وزیر محمود خان تيره اونۍ څوکند پورته کړې و خو تر اوسه پوره کابينه نه ده اعلان شوې.