د ننګرهار چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې د اګست په ۲۵مه د افغانستان د الیکشن کمېشن له دفتر سره نږدې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي او څلور نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، د چاودنې په ځای کې په لسګونو مظاهره چیان موجود ول.
مظاهره کوونکي د یو پارلېماني کاندېد په حمایت کې راټول شوي وو چې انتخاباتي چارواکو له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور نا اهله ګرځولی و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې ټپیان روغتون ته وړل شوي دي چې د یو حالت پکې نازک ښودل کېږي.
نوموړي وویل ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات شي.
تر دا مهاله د دغه برید ذمه واري هېڅ یوې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.