د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند د سولې کاروان بغلان ته روسېد


په افغانستان کې د سولې د ولسي حرکت غړي بلخ ولایت ته د سفر پر لاره د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې دېره دي او ټاکل شوې ده چې د اګست پر ۲۴مه د سیمې د اوسیدونکو له خوا د دوی لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.

د سولې دا فعالان د پنجشنبې په ورځ خنجان ته ورسیدل او تمه ده چې د نن (جمعه) په ورځ به هم هلته پاتې شي.

د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست مشال راډیو ته وویل:

"په دوو ورځو کې مو له سالنګ څخه تر خنجان ولسوالۍ پورې شاوخوا ۵۰ کیلومتره مزل کړی دی. اوس په خنجان کې یو. نن غرمه د همدې سیمې اوسیدونکي زموږ لپاره یوه لویه غونډه لري. په دې غونډه کې به د سولې او اوربند پر ارزښت وغږېږو."

د سولې د ولسي حرکت غړي دوه اونی مخکې له کابله د مزارشریف خوا ته په دې مقصد وخوځیدل چې د هېواد ټولو خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.

دا فعالان چې یو شمیر یې په لوڅو پښو (پښې یابلې) روان شوي وايي چې ټول سفر یې ښايي دوه میاشتې وخت ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG