د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف واکمني به خیبر پښتونخوا ته څه ګټې ورسوي؟


د عمران خان ګوند په وفاق او خیبر پښتونخوا کې واکمن دی
د عمران خان ګوند په وفاق او خیبر پښتونخوا کې واکمن دی

پراګ ـ پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا ترڅنګ په مرکز کې هم واکمن شوی.

د ۲۰۱۳زکال په انتخاباتو کې هم دې ګوند په خیبر پښتونخوا کې زیاتې څوکۍ ګټلې وې او هلته یې اېتلافي حکومت جوړ کړی وو او په خپله واکمنۍ کې یې په بیا بیا د مسلم لیګ (ن) پر وفاقي حکومت تور پورې کړی وو چې مخې ته یې مشکلات دروي نو ځکه مسلې نشي هوارولی.

خو د ۲۰۱۸ز کال د انتخاباتو په نتیجه کې چې اوس تحریک انصاف وفاقي حکومت هم جوړوي نو ایا په پښتونخوا به یې کارکردګي ښه وي او که څنګه؟

اوس چې د صوبې تر څنګ په وفاق کې هم دا ګوند واکمن شوی، په خېبر پښتونخوا کې به یې کاکردګي ښه وي او که څنګه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې څېړونکی او په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد اعجاز خټک وايي، که د پوځي امرانو حکومتونه وي او که د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، لارې کوڅې، سړکونه، سکولونه او هسپتالونه په هر حکومت کې څه نا څه جوړېږي، خو تحریک انصاف د بدلون نعره وهي نو پکار ده چې اوس یې عملي هم کړي.

اړوند موضوعات:

عمران خان خپله کابینه اعلان کړه

عمران خان د پاکستان د ۲۲ م وزيراعظم په حېث سوګند پورته کړ

نوموړي زیاته کړه، دی به ويني چې تحریک انصاف د احتساب او انصاف پر ژمنو څومره او څنګه عمل کوي.

بلخوا خبریال مشتاق یوسفزی وايي، داسې ډېر کم شوي چې په خیبر پښتونخوا او وفاق کې یو سیاسي ګوند واکمن شي نو ځکه هیله من دی چې صوبې ته به ګټه ورسي.

نوموړی وايي، له وفاق سره د دې صوبې لویه ستونزه د بجلۍ د ګټې بقایاجات دي چې خیبر پښتونخوا یې واخیستای شي پرمختګ به وکړي.

د مشتاق یوسفزي په وینا، په صوبه کې لوی سړکونه هم د وفاق تر انتظام لاندې وي چې په تېر حکومت کې به تحریک انصاف د هغې د نه جوړولو پړه پر وفاقي حکومت اچوله نو اوس به دا ستونزه هم نه وي.

دی زیاتوي، په تېر وخت کې عمران خان رسنیو ته ویلي ول چې ګوند یې په اول وار حکومت کوي نو ډېره تجربه نه لري، خو اوس یې دویم وار دی نو تمه ده چې دا ستونزه به یې هم نه وي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان هم د خپلې څوکۍ تر لوړې وړاندې مشال رېډیو ته ویلي چې تحریک انصاف په خپل انتخاباتي کمپاین کې له ولس سره کومې ژمنې کړې د هغې لپاره یې داسې یو شمېر پرمختیايي صوبې په پام کې دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG