د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر غوره شو


د پاکستان تحریک انصاف محمود خان د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د ۷۷ رایو په خپلولو سره اعلا وزیر غوره کړل شو، د هغه پروړاندې ولاړ د متحده مجلس عمل میا نثار ګل کاکاخېل ۳۳ رایې وړې دي.

بلخوا نن پنجشنبه د سیند اسمبلۍ پخوانۍ اعلا وزیر مراد علي شاه چې د مخالفو ګوندونو اتحاد له نوماند شهریار ماهر سره مقابله وه بیا پر خپله څوکۍ وټاکل شو. د پاکستان پیپلز ګوند غړی دی.

بلخوا ټاکل شوی چې د جمعې په ورځ به قامي اسمبلۍ نوی وزیراعظم کوي. د دې څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د متحده اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف ترمنځ سیالي ده.

بلخوا په چارشنبه د پاکستان نوې قامي اسمبلۍ د خپل نوي سپیکر غوره کولو لپاره رایې واچولې چې پکې د تحریک انصاف اسد قیصر د ۱۷۶ رایو په اخیستو سره بریالی شو او د هغه سیال امېدوار د پیپلز پارټۍ غړي خورشید شاه ۱۴۶ رایې یووړې.

نوي سپیکر د خپلې څوکۍ لپاره تلونکي سپيکر اياز صادق ته لوړه وکړه.

اسد قیصر په تېر موده کې د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ سپیکر وو او د هغه پروړاندې د مخالفو ګوندونو امېدوار خورشید په تېره قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر وو.

له دې وروسته به د مرستیال سپیکر ټاکنې کېږي چې تحریک انصاف ور ته قاسم سوری نومولی دی او اپوزېشن ګوندونو له لوري د متحده مجلس عمل اسد محمود ور ته ولاړ دی.

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د تحريک انصاف کانديد مشتاق غني د ۸۱ ووټونو په ترلاسه کولو سره سپيکر منتخب کړ او د اپوزيشن لايق محمد خان ته يې ماتې ورکړه. مشتاق غني چې د اېبټ اباد دی د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو او اعلا زده کړو وزير هم پاته شوی وو.

بلخوا د پيپلزپارټۍ اغا سراج دراني د ۹۶ رايو ترلاسه کولو سره د سیند اسمبلۍ سپيکر منتخب شو.

همداراز د پنجاب اسمبلۍ په غونډه کې نویو منتخب غړیو سوګند پورته کړ او اوس به په دوهم پړاو کې د سپيکر او مرستيال سپيکر انتخاب کوي.

نور ولولئ

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو غړو سوګند وکړ

صدر ممنون حسین: الیکشن کمیشن دې د ګوندونو اندېښنې لیرې کړي

XS
SM
MD
LG