د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت: د ښوونځيو سوځولو کې ښکېل ۲۱ مشکوک کسان سپارل شوي


د چارشنبۍ په ورځ د ګلګت بلتستان د دیامیر ضلعې مقامي جرګۍ پاکستانیو امنیتي ځواکونو ته پر سکولونو په بریدونو کې ښکېل ۲۱ مشکوکه سهولتکاران سپارلي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د ګلګت بلتستان د حکومت ویاند فیض الله فراق وویل چې د دیامر ضلعې ځايي ولس له حکومت سره مرسته کړې او هلته اوس حالات په معمول راغلي.

د نوموړي په وینا چې د سهولت کارو د نیولو لپاره به جرګه خپل کوششونه روان ساتي.

''مقامي خلکو خپله ویلي ول چې موږ به په اجتماعي کوشش د دې پېښې کسان تاسو ته سپارو ځکه چې ویل یې دا زموږ علاقه ده او موږ پرامنه خلک یو، دغه یو موټي خلک دي او چې څه مو وس کې وي نو هغه به پولیس ته سپارو او چې څه مو وس کې نه وو هغه به تاسو ته وایو نو بیا جرګې په اجتماعي توګه ډېر کردار ولوبولو او سهولت کار یې وسپارل.''

دی وایي جرګې ور ته یویشت سهولت کار سپارلي او دوه دېرش کسان یې مخکې نیولي ول.

د فیض الله فراق په وینا چې د سکولونو د برید په پېښه کې د امنیتي ادارو په عملیاتو کې درې وسله وال په نښه کړل شوي وو.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو د دیامر ضلعې د تانګیر تحصیل ډپټي کمشنر په حواله وایي چې د نورو مشتبه یولسو کسانو نیولو لپاره د جرګۍ کوششونه روان دي.

د روانې میاشتې په څلورم تاریخ د ګلګت بلتستان په دیامیر سیمه کې نامالومه وسله والو د جینکو په دولس سرکاري او غېر سرکاري سکولونو برید کړې و او په سکولونو د اور لګولو د لارې یې تاوان رسولی و.

اړوند مطالب

ګلګت بلتستان: د سکولونو سوځلو په شک ۱۷ کسان نیول شوي

د ګلګت ـ بلتستان چارواکي وايي حالات سم دی

د دیامر ضلعې یو ځایي خبریال شهاب الدین وایي چې د ګلګت بلتستان حکومت له اړخه په دې پېښه کې ککړ کسانو په اړه مقامي جرګۍ ته درې قسمه نوملړ ورکړې شوې و.

یو په دې پېښه کې نېغ په نېغه د ککړ کسانو، دوېم د سهولت کارو او درېم د تربیت یافته کسانو و.

دې زیاتوي، ''کوم چې درې دیرش سهولت کار دي نو جرګې پکې تراوسه دویشت کسان حواله کړې او چې کوم پاتې دې نو هغه به هم نن سبا کې حواله کړې شي دا شان هغه تربیت یافته کسان چې د افغانستان نه یې تربیت ترلاسه کړې و نو هغه خلک به هم جرګه حکومت ته حواله کوي او کوم خلک چې نېغ په نېغه ککړ دې نو د هغې په اړه د دې ځایې خلکو په متفقه توګه ویلي چې د هغې پرضد دې عملیات وکړې شي، هغوي دې ونیول شي او دې سره زموږ هېڅ تعلق یا لېن دېن شته.''

په سکولونو د برید پس د ګلګت بلتستان کابینې فېصله کړې وه چې د تعلیم ودې لپاره به د جینکو نور اویا سکولونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG