د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت ـ بلتستان چارواکي وايي حالات سم دی


د ګلګت ـ بلتستان بادسوت کلی چې د جولای په اخره کې پکې سیلابونه راغلي وو.
د ګلګت ـ بلتستان بادسوت کلی چې د جولای په اخره کې پکې سیلابونه راغلي وو.

پرا ګ ـ د ګلګت ـ بلتستان د حکومت ویاند فیض الله فراق وايي، په یاده سیمه کې کومه منظمه وسله واله ډله نه ده موجوده خو د سیمې ځینې سختدریځه خلک د امنیت په خرابولو کې لاس لري چې د حکومت ورته پام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ځايي چارواکو په وینا، د ګلګت ـ بلتستان په کارګه سیمه کې د اګست پر ۱۱مه وسله والو پر امنیتي پوستې برید وکړ او درې پولیس یې ووژل او په ځوابي کارروایۍ کې بیا دوه وسله وال هم ووژل شول. له دې پېښې څو ورځې وړاندی د ګلګت په دیامیر سیمه کې هم نامالومه کسانو د جینکو شاوخوا ۱۲ سکولونه سوځولي وو.

دا چې په ګلګت بلتستان کې د امنیت خرابیدو وجوهات څه کیدای شي؟ او حکومت د دې د مخنیوې لپاره څه ګامونه پورته کوي؟ د صوبايي حکومت ویاند فېض الله فراق یې په ځواب کې وايي:

((په ګلګت کې کوم تنظیم یا منظمه ډله نشته، دا وخت په سیمه کې حالات ترکنټرول لاندې دي او د صوبايي حکومت واک پر ځای دی. په ګلګت کې داسې پېښې پخوا هم شوې دي او حکومت هم ورته امنیتي تدابیر ډیر کړې دي. سیلانیان هم د پخوا په څېر راځي او ټولې لارې پرانیستي دي. بس د شپې ځېنې کسان راشي، له تیارې ګټه پورته کړي او ډزې یا برید وکړي.))

د دیامیر د سکولونو سوځولو وروسته پولیسو د لټون عملیات پیل کړي وو چې پکې د دې سکولونو د سوځولو تر شا لاس لرونکی یو مشکوک تن هم وژل شوی وو. خو بیا د ګلګت وزیراعلی حفیظ الرحمن تېره اوونۍ یوې خبري غونډي ته ویلي ول چې په یو سکول کې د داعش ډلې یوه پیغام پاڼه ترلاسه شوې ده چې پکې د جینکو د تعلیم ضد خبرداری ورکړل شوی دی.

خو فیض الله فراق د داسې کومې پیغام پاڼې د ترلاسه کېدو نه بې خبري ښکاره کړه او ویې ویل:

((په دې خبره کې هېڅ صداقت نشته. داسې هیڅ پمفلټ نه دی ترلاسه شوی. په سیمه کې ځېني خلک د جینکو د تعلیم خلاف دي او دا کار د پاکستان په ډیرو برخو کې دی. په ګلګت ـ بلتستان کې د تعلیم خلاف سوچ ډیر محدوده دی او لږ دی. د سیمې ډیر خلک حکومت سره ملګري دي او هغوی هم غواړي چې دا سختدریځي زر تر زره ختم شي.))

د ګلګت یو کارپوه عزیز علي داد وايي، حکومت په سیمه کې امنیتي تدابیر نیولي دي خو په موجوده حالاتو کې زیات امنیتي سرتیري نه دي ځای پر ځای کړل شوي.

((په ګلګت کې شاوخوا درې څلور کاله پس بیا د تشدد پېښې وشوي. دې سیمې ته د فرقه ییزو پېښو له وجې ډیر زیان رسېدلې وو خو بیا په تېرو څو کلونو کې کومه بده پېښه نه وه شوې. اوس ناڅاپه بیلابیلې پېښې وشوي، سکولونه وسوځول شول، د اسسټنټ کمیشنر په کور ډزې وشوې، په پولیسو برید وشو، نو داسې ښکاري چې په ګلګت ـ بلتستان کې ځيني جهادي ډلې له داعش سره ملګري دي او یا ځان له نړیوالو وسله والو ډلو سره یو ځای کول غواړي. د ګلګت د خلکو د ګټې لویه سرچینه سیلګري ده چې په تېرو څو کلونو کې ډیره ښه شوې ده خو د ناامنۍ د دې پېښو له وجې ورته زیان رسیدلې شي.))

د ګلګت اوسیدونکي وايي حکومت دې په راتلونکې کې د وسله والو بریدونو مخنیوی یقیني کړي او امنیتي تدابیر دې زیات کړي.

XS
SM
MD
LG