د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان: د سکولونو سوځلو په شک ۱۷ کسان نیول شوي


Pakistan Pashto Map
Pakistan Pashto Map

اسلام اباد ـ د ګلګت بلتستان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو، ۱۷ مشکوک کسان د دیامیر ضلعې یو شمېر سکولونو ته د اور ورته وکولو په پېښو کې د لاس لرلو په شک کې نېولي دي.

د ګلګت بلتستان د حکومت ویاند فېض الله فراق د اګست د څلورمې شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو لخوا د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې نېول شوي او دغه عملیات لا هم دوام لري.

((د مشکوکو کسانو د نیولو لپاره کوټلي عملیات شروع شوي. سیمې ته ورغلې ټولې لارې تړل شوي. سخت لټون روان دی. حکومتي سرتیري په هغو کورونو چاپې وهي چې پرې شک کېږي ورکې مشکوک کسان پټ دي.))

فیض الله فراق دا هم وویل چې د نیولو شویو ۱۷ کسانو خلاف په تاڼه کې پرچې شوي او ترې پلټنې روانې دي.

هلته د سیمې پولیسو مشر ثنا الله عباسي د اګست پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال د ډزو په پېښه کې یو پولیس سرتېری عارف وژل شوی دی.

له نوموړي مو په بیا بیا پوښتنه وکړه چې پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په دې عملیاتو کې یو مشکوک وسله وال شفیق الرحمان هم وژل شوی دی خو ده یې نه تایید وکړ او نه یې تردید.

عباسي زیاته کړه چې یوازې دا تاییدولای شي چې په ټوله سیمه کې عملیات روان دي.

هلته د ګلګت بلتستان حکومتي ویاند فراق وايي، د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې او د دیامیر باشا اوبو بند له وجې حکومت د یادې سیمې د امنیت د لا خوندي کولو هڅه کوي.

د سکولونو د بیا رغونې په اړه نوموړي زیاته کړه چې وزیراعلا چارواکو ته امر کړی چې د د سېپټمبر تر ۱۵مې پورې دې د سکولونو د مرمت کار مکمل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د اګست پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ د ګلګت بلتستان په دیامیر ضلع کې د نامالومه وسله والو لخوا د جینکو سکولونو ته د اور لګولو له خپلې غاړې نوټس اخیستی و.

د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار په یادې معاملې د پاکستان د وفاقي حکومت او د ګلګت بلتستان له چارواکو رپورټ غوښتی وو. هم د خالي په ورځ د پنجاب په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال چیف جسټس ثاقب نثار ویلي وو چې د ډېمونو د جوړولو خبرې پیل شوي چې په تعقیب یې ساشونه شروع شوي او په ګلګت بلتستان کې سکولونه سوځول شوي دي.

ده وویل: ((د دیامیر باشا ډیم د جوړولو لپاره له تېرو ۴۰ کلونو راهېسې هڅې روانې دي، خو پرضد یې سازشونه روان دي. د پاکستان اولس به دا ډیم جوړوي او ساتنه به یې کوي. د پاکستان د بقا لپاره د ډیمونو جوړول ډېر اړین دي.))

په همدې اړه د مشال د انګلیسي څانګې راپور

کورمه: وسله والو ښوونځی سوځولی او ۱۰ مزدوران یې تښتولی

بل پلو، د پاکستان لنډ مهاله وزیراعظم ناصرالملک ویلي چې د سکولونو سوځول او د ماشومانو له تعلیمه بې برخې ساتل به و نه زغمي. ده وویل، د پېښې تر شا لاس لرونکیو کسانو ته به سخته سزا ورکول کېږي.

​هلته د نجونو د تعلیم لپاره په نړیواله کچه مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ هم د سکولونو سوځلو پېښه غندلې، هغې د اګست پر درېیمه ورځ په خپل ټویټر پيغام کې ویلي، وسله وال د نجونو په لاسونو کې د کتابونو نه ډارېږي.

نوموړې دا هم ویلي چې دا سکولونه زر تر زره رغول پکار دي چې زده کونکي سکولونو ته لاړ شي او نړۍ ته وښایې چې هره نجلۍ او هلک د زده کړو حق لري.

د روانې میاشتې پر درېیم تاریخ د ګلګت بلتستان په دیامیر سیمه کې نامعلومه وسله والو د نجونو پر ۱۲سرکاري او غیر سرکاري سکولونو بریدونه کړي او ودانیو ته یې د اور اچولو له لارې تاوان رسولی وو.

XS
SM
MD
LG