پر روسیې د امريکا د نویو بندېزونو اعلان پر نړيوال مارکيټ او د روسیې پر پېسو بد اغېز کړی.
د روسیې روبل د امریکايي ډالر په مقابله کې ۳،۱ فیصده پرېوتی دی.
دا تر ۲۰۱۶ز کال راهيسې د روبل د ارزښت کمېدو تر ټولو لویه پېښه ده.
د اګست پر اتمه ناوخته اعلان شوي بندېزونه به د اګست له ۲۲مې عملي شي.
برتانیا او امريکا وايي چې د کافي شواهدو له مخې ويلي شي چې روسیې په مارچ کې پر خپل پخوانی جاسوس سېرګې سرکېپال او د هغه پر لور د زهرجنو پوځي کيمياوي موادو بريد کړی وو.
دوی سخت ناروغه شوي ول خو تر درملنې وروسته وژغورل شول.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت د اګست پر اتمه په يوه خبرپاڼه کې دا الزامونه يو ځل بيا رد کړل او نوي بندېزونه یې وغندل.
په دې بندېزونو کې روسیې ته د امريکايي ټېکنالوژۍ او برېښنايي یا برقي سامانونو د لېږد لايسنسونه یا اجازتنامې محدودول شامل دي.