د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي مشران: ټاکنو کې بدترینه درغلي شوې ده


پاکستان مسلیم لیګ نواز او متحده مجلس عمل د ټولټاکنو پایلې رد کړې او نن د جمعې ورځې ناوخته یې په اسلام اباد کې د یوې ټول ګوندیزې غونډې رابللو ږغ یې کړی دی.

په اوسنیو انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف تر ټولو ګوندونو مخکې دی خو بلخوا ډېری ګوندونو ټاکنې ککړې او له درغلیو ډکې بللې دي. د پاکستان ټاکنو کمېشن مشر سردار محمد رضا خان په ټاکنو کې درغلیو تورونه ردوي او ټاکنې رڼې او شفافې بولي.

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان د جمعې په ورځ په ولي باغ چارسده کې خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې د ټاکنو پایلې رد کړې او د جولای په ۳۰مه نېټه یې د احتجاجونو کولو اعلان کړی.

نوموړي وویل، په دې ټاکنو کې د پښتنو مشران هدف کړل شوي چې له سیاسته بهر وساتل شي. نوموړي پر پوځ، نګران حکومت او انتخاباتو کمیشن تور ولګاوه چې د یوه خاص سړي د راوستلو او کامیابه کولو لپاره یې هڅې کولې.

اسفندیار ولي خان
اسفندیار ولي خان

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي هم په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې د تر سره شوو عام انتخاباتو نتیجې رد کړې دي نوموړي وویل په دې اړه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په وربلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې به ګډون کوي.

محمود خان اڅکزي
محمود خان اڅکزي

د محمود خان اڅکزي وینا وه چې په انتخاباتو کې بدترینه درغلي شوې ده.

( الیکشن کمېشن د شفافو انتخاباتو په کولو کې مکمل ناکامه شوی دی. دا به له دوی پوښتل کېږي چې کارکوونکي یې ولې دومره بې وسه وو. ایا دوی خپل واک او اختیار ایم ای او ای اېس ای ته سپارلی وو او یا هغوی ورڅخه په زور اخیستی وو.)

محمود خان اڅکزي وویل ، له دوي سره د درغلیو داسې په لسګونه ثبوتونه دي چې د دوی په وینا هېڅوک ترې انکار نه شي کولای.

د انتخاباتو کمېشن د محمود خان اڅکزي د دې تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي. خو تر دې وړاندې یې انتخابات شفاف بللي وو.

د اېم اېم اې مشر مولانا فضل الرحمن د جمعې په شپه یوې خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ړ انتخاباتو پایلې رد کړې او ویل یې چې نور ګوندونه به هم د انتخابات پر کالعدمولو رضا کوي.

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

د نوموړي وینا وه چې دا د ولس رایه نه بلکې د ولس رایه شوکول شوې ده، هغه دا دتاریخ بدترینه درغلي وبلله. مولانا فضل الرحمن وویل، نه به په خپله ارام کښېني او نه به نور ارام ته پرېږدي بلکې یو زورو پاڅون به کوي.د هغه په وینا داسې اسانه نه ده چې یو څوک پرې په زوره نتیجې وتپي.

که څه هم په پاکستان کې ډېری سیاسي ګوندونو د ۲۵ م جولای پر ټاکنو نه یوازې خپلې اندېښنې ښودلې بلکې دا یې له ټګۍ برګۍ ډکې بللې او رد کړې دي خو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نن د جولای په ۲۶ مه په یوه ټېليویژني وینا کې وویل، پر ټاکنو د مخالفو ګوندونو لخوا د درغليو تورونو لګولو هراړخیزې پلټنې ته تیار دی. چې څنګه پلټڼې مخالف ګوندونه غواړي هم-هغسې پلټنې به وکړي.

XS
SM
MD
LG