د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږ کال زرګونه افغان ګډوال هېواد ته ستانه شوي'


افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.
افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال.

د کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۴۶۳ زره زیات افغان کډوال له ایران او ګاونډي هېواد له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ادارې په هفته وار رپورټ کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې په دې کې زیاته برخه کډوال له ایرانه ستانه شوي دي چې شمېر یې ۴۴۲زره جوړېږي.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو د چارو وزارت دغه شمېر تاییدوي او وايي چې د کډوالو لپاره د انتظاماتو برابرولو کار روان دی.

په عین حال کې د افغانستان د سوادګرۍ او صنایع خونه وايي، په ایران کې روان اقتصادي بحران به د افغانستان پر معیشت هم منفي اثرات پرېباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG