یمن په عربي هېوادونو کې تر ټولو غریب د یچې پکې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د سعودي پلوي حکومت او ایران پلویو حوثي یاغیانو ترمنځ کورنۍ جګړه روانه ده.
په دې جګړه کې شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي او اته میلیونه وګړي یې د لوږې ښکار دي.
ملګري ملتونه وايي، دا د نړۍ بدترین بشري ناورین دی.
د ملګرو ملتونو استازي مارټېن ګرېفېتس بېګا په نیویارک کې د امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې دی پر دې ښه پوه دی چې هلته هره ورځ خلک مري چې دوی ژغورلای شول.
ولسمشر پوتین نن چارشنبه په مسکو کې خپل ولس ته په خپله وینا کې تکرار کړه چې د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا له دې کبله ووته چې خپلو دفاعي سیستمونو ته پراختیا ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.
دا اقدام تر هغه وروسته وشو چې واشنګټن او ناټو په پرلهپسې ډول مسکو تورن کړ چې د «9M729» ډوله د کروز توغندي په جوړېدو سره یې دغه تړون نقض کړی دی، خو مسکو دا تور ردوي.
د روسیې ولسمشر وایي، روسیه امریکا نهګواښي، بلکې له هغوی سره دوستانه اړیکې غواړي:
"روسیه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه متوازن چوکاټ کې هر اړخیزې دوستانه اړیکې ولري، روسیه هېڅڅوک نهګواښي، په امنیتي برخه کې زموږ ټول اقدامات کاملاً دوه اړخیز دي او دا د دفاعي خاصیت په معنی ده، موږ له هغوی سره د مقابلې لېوال نهیوو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو په څېر له یوه نړیوال ځواک سره."
ولسمشر پوتین امریکا تورنه کړه چې د روسیې مشروع ګټې له پامه غورځوي او د روسیې ضد فعالیتونه کوي.
هغهیې بېلګې پر مسکو اقتصادي بندیزونه یاد کړل.
دا په داسې وخت کې ده چې نظر پوښتنو ښودلې چې د ولسمشر پوتین مقبولیت تر بل هر وخت ټیټې درجې ته راغلی دی.
ولادمیر پوتین له ۱۹۹۹م کاله راهیسې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه د روس پر سیاست واکمن دی.
پر ولسمشر پوتین نیوکه کوونکي وايي، نوموړي د اپوزېشن او مخالف نظر لرونکو په ځپلو سره واک په لاس کې ساتلی دی.
دا به د نوموړي ۱۵م ځل وي چې دا کلنۍ وینا وکړي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي بېګا ویلي چې دا ولسي وګړي د سشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې د سورلۍ موټر یې په قرغه ولسوالۍ کې د سړک غاړي پر یوه ماین وخوت.
چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
د بلوچستان صحت محکمې چارواکي وايي، د کوټې په ګډون به په ۳۲ ضلعو کې تر ۲۵ لکه زیاتو ماشومانو ته دا څاڅکي ورکوي.
بل پلو په اورکزۍ قبایلي ضلع کې د درند شیخانو قبیلې د احتجاج په توګه خپل ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو له ورکولو انکار کړی دی.
دوی وايي، تر هغه وخته به دې احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چې حکومت د کانډا کلي د مځکې شخړه نه وي هواره کړې.
هلته د دوو قبیلو پر مځکه سره جنجال دی. د حکومتي چارواکو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
ولسمشر ټرمپ د دې ایمرجنسۍ په لګولو سره د دغه ديوال لپاره د پنځه اعشاريه اووه اربه ډالرو لګښت لپاره د کانګرس اجازې ته ضرورت نه لري.
کانګرس د دې پېسو له منظورۍ ورکولو انکار کړی وو.
د کيليفورنيا لوی څارنوال زاوير بيکيرا ويلي چې د دې مقدمې مقصد ولسمشر ټرمپ د خپلو واکونو له غلط استعماله راګرځول دي.
د خبرپاڼې تر مخه په دې جګړه کې د مولوي عصمت الله عصمتیار په نوم د طالبانو يو قوماندان هم وژل شوی دی.
بلخوا د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله مشال راديو ته ويلي چې د دې جګړې پر مهال سيمې ته د روانو امنيتي ځواکونو پر ګاډو په سړک کې ښخ شوی ماين الوتی او نهه سرتېري يې وژلي او اته ټپیان دي.
د يو بل خبر تر مخه د ننګرهار ولايت د والي له دفتره نننۍ خبرپاڼه وايي چې بېګا د استخباراتي ادارې NDS په ځانګړو عملياتو کې نهه طالبان وژل شوي دي.
د خبرپانې تر مخه دا عمليات د خوږياڼو ولسوالۍ په ټټنګ سيمه کې شوي چې پکې د وسله والو يو مرکز ويجاړ شوی او وسلې يې نيول شوي دي.
سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د فبرورۍ پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې درې کسان يې له ساراوان او خاش ښارونو نيولي دي.
درې نور کسان په سيستان بلوچستان کې ګرفتاره شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۳مه شوي ځانمرګي بريد کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک ۲۷ سرتېري وژل شوي ول.
يو بيلتونپاله وسله والې ډلې جېش العدل د دې بريد ذمه واري منلې وه.
ايراني چارواکو تور پورې کړی چې دا حمله د ګاونډي پاکستان له خاورې پلان شوې وه نو يا دې د دغو وسله والو خلاف پخپله عمليات وکړي او يا دې هم ايراني ځواکونو ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
د لاهور يوه احتساب عدالت د پاکستان اپوزيشن پر مشر د کورونو جوړولو پروژې په مقدمه کې تر فرد جرم لګولی دی.
جج نجم الحسن پر شهباز شريف فرد جرم ولګولی خو هغه له تورونو انکار وکړ. د اشيانه هاوسنګ په نوم د کورونو جوړولو دا پروژه په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوې وه.
پر شهباز شريف تور دی چې د دې پروژې اصلي بولۍ ګټونکيو پر ځای يې د لاهور کاسا ډيويلپرز ته ورکړې وه. شهباز شريف په دې اړه وويل چې د احستاب ادارې ورباندې بې ځای تورونه لګولي دي او د ده په وينا کله يې هم خپل واک ناوړه نه دی کارولی.
د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر چې د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری دی، دغه څرګندونې په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
الجبیر وویل:
پاکستان ته د سعودي د ولیعهد سفر په ترڅ کې اسلاماباد له نوي ډیلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ور غوښتی دی.
پاکستان دغه اقدام تر هغه وروسته کوي چې تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې په وروستیو دوو جلا پېښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونو سرتېري او پولیس وژل شوي دي.
د دغو حملو مسوولیت هند په پاکستان کې دېره پر جېش محمد سختدریځې ډلې اچولی دی.
په پام کې ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هند ته هم ولاړ شي.
پاکستانیو چارواکیو ویلي چې د همځونۍ په اغزن سيمه کې يې دوه مړي موندلي چې د زوی او پلار دي. د دوی په وینا چې دواړه کسان بېګاه نامالومو وسله والو له خپله کوره تښتولي ول. هېچا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۵ م کال کې د ضرب عضب په نوم عمليات کړي ول چې پکې هغه مهال تر یو میلیون زيات کسان بې کوره کړل شول. خو وروسته پوځ اعلان وکړ چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې او د بې کوره خلکو د ستنولو لړۍ بیا پیل شوې وه خو په دا وروستيو کې يوځل بيا د هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي.
ایران له کلونو راهیسې له سعودي عرب سره په جګړو کې ښکېل پاتې شوی دې.
روحاني د فبرورۍ پر ۱۷مه، په جنوبي ښار «بندر ګناوه» کې په یوه تلویزوني وینا کې وویل چې هېواد یې د منځني ختیځ د امنیت په خاطر له ټولو سیمه ییزو هېوادونو سره کار کولو ته تیار دی.
روحاني پر امریکا او اسراییلو تور ولګاوه چې په ایرانیانو کې بې اتفاقي پېدا کوي او زیاته یې کړه چې تهران به د دې هېوادونو فشار ته ځان تسلیم نه کړي.
سعودي عرب او ایران په شام او یمن کې د یو بل د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. بلخوا سعودي عرب د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې فېصلې هرکلی کړی دې چې پکې نوموړي له ایران سره د نړیوالو طاقتونو د ایټمي توړن نه امریکا وویستله او پر ایران یې اقتصادي بندیزونه ولګول.
مظاهره کونکيو د فبرورۍ پر ۱۶مه، د مونټينېګرو په پلازمېنې پودګوریڅه کې مظاهره وکړه او په بینرو یې لیکلي وو چې نور جرمونه او یاغیتوب نشې زغملی.
ولسمشر میلو دیکانویچ دا تورونه ردکړې دي. نوموړی او د هغه ګوند د تېرو څو لسیزو راهیسي په مونټينګرو کې حکومت کوي.
د هغه په مشرۍ مونټينګرو په ۲۰۰۶ م کال کې له سربیا څخه خپلواکي ترلاسه کړې وه.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۶مه، د جرمني په میونخ ښار کې د امنیتي غونډې په څنډه کې د خبرو پرمهال د انټرنیټي بریدونو، تورو پېسو او د مسکو لخوا د ناسمو معلوماتو ورکولو او د ځېنو نورو هېوادونو لخوا په جمهوري عمل کې د ولس د باور کمزوري کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د نورو هېوادونو لخوا مداخله نه یوازې د امریکا جمهوري ادارو ته جدي ګواښونه جوړوي بلکې دا د امریکا د ملي امنیت لپاره هم یو خطر دی.
د امریکا په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې هم پر مسکو د مداخلت تورونه پورې شوي وو خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي وو.
په سیمه کې عيني شاهدانو مشال راډيو ته وويل چې دوه سرتيري په ساده جامو کې د يو پلورنځي [دکان] مخې ته په سودا اخيستلو بوخت ول چې نامعلومه مخ پټو موټر سايکل سپرو کسانو ډزې پر وکړې.
په پيښه کې دوکاندار هم ژوبل شوی دی. د وژل شوو سرتيرو تعلق د خېبر پښتونخوا له لکي مروت او کرک ضلعو سره دی.
وسله وال تر پېښې وروسته تښتېدلي خو د پېښې ذمه واري لا تر دې دمه چا نه ده منلې.
پراګ - د سیند صوبي په لاړکانه کې د خېبر پښتونخوا د قبايلي ضلعې باجوړ وژل شوي درې تنه پرون [د فبرورۍ پر ۱۵مه ]خاورو ته وسپارل شول.
د دې کسانو جنازې په بتايي علیزو کې وشوې.
پر دې موقع متاثره کورنیو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې وژل شوو کسانو قاتلینو ته دې سزا ورکړل شي.د باجوړ اوسېدونکي دا درې تنه په لاړکانه کې د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه نامعلومه کسانو وژلي ول.
د ایران په جنوب ختیځ کې د دې برید مسوليت جېش العدل منلی و.
د ایران سرکاري رسنۍ نن د انقلاب ساتونکی ځواک د قومندان جنرال محمد علي جعفري په حواله ویلي، که پاکستان خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي نو ایران به له ترهګرو د بدل اخیستو لپاره پخپله سزا ورکړي.
ايران تور پورې کوي چې جېش العدل سني سختدريځه ډله په پاکستان کې مېشته دی او د پاکستان حکومت پناه ورکړې ده. پاکستانيو چارواکو د ایران لخوا د دې تازه تورونو په اړه لا څه نه دې ویلي.
جنرال ووټل پرون [د فبرورۍ پر پنځلسمه] رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نږدې ۱۴۰۰ امریکايي عسکرو د کمولو پرېکړه د سولې لپاره له روانو هڅو سره ارتباط نه لري.
د هغه په وینا، دا وړاندیز په افغانستان کې د امریکا د پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کړی او هدف یې د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخیستل دي.
سکاټ مېلر د ۲۰۱۸م کال په سېپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان وټاکل شو.
جنرال ووټل د عسکرو د ایستلو کره نېټه نه ده څرګنده کړې.
د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.
د بلوچستان اسمبلۍ غوښاته کړې چې کړې ده چې د ارمان لوڼي د مرګ په اړه دې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ شي.
دا غوښتنه د فرورۍ پر ۱۴مه د یادې اسمبلۍ په غونډه کې پر دې موضوع تر بحث وروسته شوې ده.
په بحث کې برخه اخیستونکو زیاتره ویناوالو د دې پېښې په اړه د حقایقو څرګندولو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه وکړه.
د ارمان لوڼي پر مرګ د بحث لپاره تحریک التوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري وړاندې کړی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارمان لوڼی د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې وژل شوی وو.
عیني شاهدان وايي چې هغه پولیسو وژلی وو خو پولیس یې نه مني.
لومړۍ لوبه د پېښور پر وخت مازیګر څلورنیمې بجې د کراچۍ کنګز او ملطان سلمان تر منځ ده.
دویمه لوبه د شپې پر نهه بجې د پېښور زلمي او کویټه ګلېډیېټرز ترمنځ ترسره کېږي.
د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې بېګا اسلام اباد یونایټیډ لاهور قلندرز ته ماته ورکړه.
په دې ټورنامنټ کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ ټولې ۳۴ لوبې ترسره کېږي.
په دې لوبډلو کې پېښور زلمي، کویټه ګلېډیېټرز، اسلام اباد یونایټیډ ، کراچي کنګز ، لاهور قلندرز او ملطان سلطان شامل دي.
د ټورنامنټ له ۳۴ لوبو څخه به پنځه په کراچۍ او درې په لاهور کې ترسره کېږي.
د ټورنامنټ د پای لوبه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه په کراچۍ کې وي.
د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې د افغانستان د سولې په هڅو کې د افغان حکومت د ګډون ملاتړ کوي خو د بهیر مالکیت باید د افغانانو وي.
نوموړي دا خبره د فرورۍ پر ۱۴مه د بېلجییم په مرکز برسلز کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړه
دا غونډه د افغانستان د سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره را بلل شوې وه.
ده وویل ، "په بهیر کې د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته تلپاتې سوله نشي کېدای او همدا لامل دی چې موږ د [زلمي] خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوو چې له طالبانو سره رابطې کوي چې دا افغانانو په مالکیت د جوړجاړي بهیر لپاره شرایط برابر شي."
تر ستولتنبرګ مخکې یو شمېر نړیوالو او افغان چارواکو پر طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو غږ کړی خو هغوی ورڅخه انکار کړی.
په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي بېګا پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې په میونښ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره پر مشورتي جرګې او د بین الافغاني خبرو پر سمدستي اړتیا خبرې وکړې.
ولسمشر غني دا مهال په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی او په افغانستان کې یې چارواکو ته دنده سپارلې چې د مارچ تر نیمايي پورې د سولې په اړه د اجماع په موخه مشورتي جرګه جوړه کړي.
هند له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د فرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شو.
پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو کشمیر پر لوی سړک پر هندیو سرتېرو د شوي دې بریدذمه واري منلې ده.
دا په دې لانجمنه سیمه کې په لسیزو کې یو له خونړیو بریدونو بلل کیږي.
تر برید څو ساعته وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ دې پرېږدي کومې چې د دوي په وینا د پاکستان له خاورې پر نورو هیوادونو بریدونه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې پر دې برید اندېښنه ښودلې ده خو وايي اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د دې برید د تړاو تور ردوي.
سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې په سمدستي توګه دې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ بند کړي چې له پاکستانۍ خاورې فعالیتونه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۳مه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو پوځي شتون د دې لپاره هڅې کوي چې په دغه هیواد کې سولې ته شرایط برابر شي.
ستولتنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په هر راز مخامخ خبرو کې باید د افغانستان د حکومت استازي وي.
طالبان د افغانستان د حکومت له استازیو سره له خبرو انکار کوي او ټینګار کوي چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي بیا ښیي د افغانستان د حکومت له استازیو سره هم خبرې وکړي.
د ایران حکومتي رسنیو د یاد ځواک د بیان له حوالې ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۳مه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ځانمرګي خپل له بارودو ډک موټر د زاهدان او خاش ښار پر سړک د انقلابي ځواک له وړونکي بس سره ټکر کړی دی.
سني مسلمانې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې جېش العدل یې ذمه واري منلې ده.
سیستان بلوچستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی او د خلکو لویه برخه یې بلوڅان دي کوم چې له سني مذهب سره اړه لري.
هلته وسله والې ډلې او د نشي موادو سمګلران ډېر فعال دي.
د چارواکو په وینا، د ملک عباس خان پر موټر د فبرورۍ د ۱۳مې په ماښام د میر علي په نورک سیمه کې هغه وخت بمي برید شوی چې هغه کور ته روان وو.
د دوی په وینا په دې برید کې ملک عباس خان وژل شوی او موټر یې زیانمن شوی دی.
د نوموړي پر تره ملک ریمال وزیر هم یوه اوونۍ وړاندې په هم دې سیمه کې بمي برید شوی وو خو هغه پکې روغ پاتې شوی وو.
قاري سیف الله، چې ځان د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر بولي، د برید ذمه واري منلې ده.
په دې وروستیو کې یو وارې بیا په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
د ځايي پولیسو ویاند فضل نعیم د پېښې پخلی کړی او ویلي يې چې دا پېښه د فبرورۍ د ۱۴مې پر سهار شوې ده.
دوی وايي، تندر د بجلۍ پر تارونو ولوېد چې په تعقیب یې په نږدې کورونو کې اور ولګېد.
ډاکټران وايي، د ژوبل شویو کسانو روغتیايي حالت ډاډمن دی.