د لاسرسي ځای

تازه خبر

نريندرا مودي عمران خان سره په ټيليفون خبرې کړې دي


نريندرا مودي
نريندرا مودي

د هند وزيراعظم نريندرا مودي د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په ټيليفوني خبرو کې هغه ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي ويلې ده. د هند بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د جولای په دېرشمه شوې دې ټيليفوني رابطه کې د سيمه ييزې سولې او پرمختيايي کارونو په اړه خبرې شوې دي.

تمه ده چې عمران خان به د پاکستان وزيراعظم په حېث سوګند پورته کړي. هغه څو ورځې مخکې په ټاکنو کې د کاميابۍ لمانځنې په وېنا کې وويل چې که هند د اړيکو ښه کولو لپاره يو قدم ورواخلي، دی به دوه قدمه ورنيزدي شي.

د تحريک انصاف ګوند مطبوعاتي څانګې د دې ټيليفوني خبرو په اړه ويلي چې عمران خان له مودي وغوښتل چې د پاکستان او هند ترمنځ ټولې مسلې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG